1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په رسمي ډول د روغتیا له نړیوال سازمانه ووتله

۱۳۹۹ تیر ۱۸, چهارشنبه

امریکا متحده ایالات د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپلې همکارۍ ته د پای ټکې کیښود. دونالد ترمپ دغه بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې په ناغیړۍ او د چین په پيروۍ تورن کړی دی.

https://p.dw.com/p/3ewQo
Schweiz, Genf I Hauptsitz der Weltgesundheitsorganisation I WHO I Gebäude
انځور: Reuters/D. Balibouse

امریکا متحده ایالاتو په رسمي ډول د ملګرو ملتونو سازمان ته د یوه غوښتنلیک په وړاندې کولو سره د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د خپل هیواد د وتلو اطلاع ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي مونشي انتونیو ګوتېرش یوه ویاند د سه شنبې په ماښام تائید کړ، چې نوموړي سازمان اړوند سند ترلاسه کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند اشاره وکړه چې د امریکا د قطعي وتلو شرط دا دی چې نوموړي هیواد خپلې ټولې مالي ژمنې ادا کړي وي. هغه وویل چې همدا اوس د ملګرو ملتونو عمومي مونشي د روغتیا نړیوال سازمان له کارپوهانو سره د اړونده اسنادو په ارزوني اخته دی.

د متحده ایالاتو کانګرس د سپينې ماڼۍ د پریکړې په هکله په جریان کې دی، د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د دې هیواد وتل د ۲۰۲۱م کال د جولای میاشتې پر ۶ نیټه عملي کیږي.

د چين د ګټو پیروي

دونالد ترمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان تور لګوي چې نړیواله ټولنه یي په ډیر ځنډ سره د کرونا ویروس له خطرونو څخه خبره کړې ده. ترمپ په وار وار ټینګار کړی دی چې امریکا تر چین ډیره مالي ونډه ورکړې ده، په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان بیا د چین تر نفوذ لاندې دی.

امریکا په اپریل میاشت کې د کرونا بحران پر مهال د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپلې ټولې مالي مرستې بندې کړي دي چې دا کار په پراخه کچه له نړیوالو انتقادونو سره مخامخ شو.

امریکا د روغتیا نړیوال سازمان د بودیجې د تامين په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه لرلې ده. ټاکل شوې وه چې امریکا به دغه سازمان ته په روان میلادي کال کې ۱۱۶ میلیونه امریکایي ډالره ورکوي. په ۲۰۱۸-۲۰۱۹ مالي کال کې امریکا د ۸۹۳ میلیونه ډالرو په ورکولو سره د دغه بنسټ د بودیجې شاوخوا ۱۵ سلنه برخه تأمين کړې وه.

ترمپ، د کرونا له اصلي انکار کوونکو څخه

ترمپ پخپله په دې تورن دی چې د کرونا بحران په جریان کې یي د دغې وبا له خطرونو څخه انکار کړی دی. انتقاد کوونکي پر هغه تور لګوي چې د چین پر چلند او د روغتیا نړیوال سازمان پر عمل له نیوکې کولو سره غواړي عمومي افکار له خپلو تیروتنو څخه بل لور ته واړوي.

د جانز هاپکینز پوهنتون علمي بنسټ د وروستیو معلوماتو له مخې په امریکا کې شاوخوا ۳ میلیونه انسانان په کووید-۱۹ناروغۍ اخته دي او تر ۱۳۱ زرو ډیر انسانانو د دې وبا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. یعنې د نړۍ د هیوادونو په کچه تر ټولو لوړ ارقام.

په داسې شرایطو کې چې یوازي ۴ میاشتې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته پاتې دي د نظر پوښتنو له مخې د ترمپ محبوبیت او د بریالیتوب چانس یي د هغه د دیموکرات سیال جو بایډن په پرتله کم دی.

بایډن اعلان کړی دی چې که په ټاکنو کې بریالی شي امریکا به بیرته د روغتیا له نړیوال سازمان سره خپله همکاري پیل کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان بنسټ په ۱۹۴۸م کال کې ایښودل شوی دی او بودجه یي د دغه سازمان ۱۹۰ غړي هیوادونه او څو غیر دولتي سازمانونه تأمینوي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز