1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا پر فلسطين باندي د ملیونونو ډالرو پیسې قطع کوي

۱۳۹۷ شهریور ۴, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو پلان کړې ده، چي پر فلسطینیانو باندي د مجموعأ ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارښت مرستي د راتلونکي سپټمبر میاشتي پر ۳۰ مه نیټه قطع کړي. د ترمپ ددغو تدابیرو څخه به هم د غزې تراډه او هم غربي اردن متأثره سي.

https://p.dw.com/p/33kyJ
Palästina Leben im Westjordenland
انځور: Getty Images/AFP/H. Bader

د غزې دتراډي  او غربي اردن له پاره د ۲۰۰ ملیونو ډالرو په ارزښت دغه کومکونه د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۷ م کال په بودجه کي پلان سوي وه، کوم چي ډیر ژر به پای ته ورسیږي او پرنورو پروژو باندي به تقسیم سي. د امريکا د متحده ايالاتو د جمهوررييس دونالد ترمپ په امر خارجه وزير مایک پومپویې د دغو کومکونو ارزیابي تر لاس لاندي ونیوله، ترڅو ډاډ حاصل سي، چي ایا دغه پیسې د امريکا متحده دايالاتو د ملي علاقه مندیو مطابق ورکول سوي دي؟ دغه خبره د امريکا د خارجه وزات یوه مامور الماني خبري آژانسته کړې ده ،چي نه یې غوښتل نوم یې ذکر سي.

د وزارت همدغه مامور اضافه کړه، چي دغو کومکونو د غزې په تراډه کي وضعیت په پام کي نیولی ؤ، چيری چي تندلاری حماس سازمان عامو خلگو ته یو خطر دی او د دغو پیسو په قطع کولو سره به بې له هغه خراب بشري او اقتصادي حالت نور هم خراب سي.

پیسې د امریکا د علاقه مندیو مطابق نه لگول کیږي

واشنگڼ همیشه پردې باندي انتقاد کړی دی، چي د دوی کومکي پیسې د فلسطينیانو هغو فامیلونو ته ورکول کیږي،چي د اسراييلو په حملو کي وژل سوي، ټپيان سوي او یا بندیان  سوي دي. د ترمپ حکومت او اسراييلو په تکرار سره ویلي دي، چي ددغه په اصطلاح «شهیدانو صندوق» څخه پیسې باید قطع سي، ځکه چي هغه ترهگري تقویه کوي. خو د فلسطين د خودمختاري ادارې مشر محمود عباس همیشه دغه غوښتنه رد کړې ده.

حماس په ۲۰۰۷ م کال کي د غزې په تراډه کي قدرت په لاس کي واخیستی او هلته په یوازي سر حاکمیت لري. دغه سازمان د اروپا اتحادیې، امريکا متحده ايالاتو او اسراييلو له خوا د یوه ترهگري سازمان په حیث طبقه بندي سوی دی. اسراييلو د غزې پر تراډي باندي د لسو کلونو راهیسي اقتصادي محاصره جوړه کړې ده، چي د مصر پواسطه عملي کیږي. دغه نرۍ تراډه چي تقریبأ دوه ملیونه اوسیدونکي لري، د ژوندانه شرایط پکښي ډیر خراب دي.

پر ملگرو ملتونو باندي هم د کومکونو کومول

د امريکا متحده ايالاتو د همدې کال په جنورۍ میاشت کي لا د فلسطيني مهاجرینو د خیریه سازمان – UNRWA سره کومکونه ډیر زیات راکم کړل. په داسي حال کي چي پروسږکال  هغه  ۳۶۰ ملیونه ډالره وه، سږکال به هغه ۶۰ ملیونو ډالرو ته راکم سي. ناظرین اټکل کوي، چي دغه کومکونه هم په اخره کي قطع کیدلای سي. UNRWA په همدې حال کي خبر ورکړی دی، چي دکومکونو د کمولو په سبب به په فلسطيني منطقو کي خپل ۲۵۰ کارکونکي رخصت کړي.

Palästina UNRWA Hilfe im Westjordanland
انځور: Getty Images/AFP/H. Bader

د فلسطين ازادي بخښونکي سازمان-PLO د امریکا د کومکي پیسو کمول یوه په «کښته سویه ججه» اخیستل بللی دی او ویلي یې دي، چي فلسطينئ ولس به هیڅ وخت تسلیم نسی او سر به ټيټ نه کړي.

 

لړزانه مناسبات

د فلسطينیانو او امريکا دمتحده ايالاتو ترمنځ بې له هغه تر سوال لاندی خراب مناسبات هغه وخت خپل اوج ته ورسیدل، کله چي جمهوررييس ترمپ فیصله وکړه، خپل سفارت د تل ابیب څخه بيت المقدس ته انتقال کړي. ددې کار په سبب سختو احتجاجونو او کشمکشونو په نتیجه کي د همدې عیسوي کال د مارچ میاشتي څخه حداقل ۱۷۱ فلسطينیان او ۱ اسراييلئ عسکر وژل سوی دی.

 

فلسطينیانو په دې منځ کي د امریکا د حکومت سره رسمي ارتباطات قطع کړي دي. هغوی د امريکا متحده ايالاتو ته نور د یوه بېطرفه منځگړي په سترگه نه گوري.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم:( 26.05.2017 )