1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ولې په افریقا کې خپل پوځي حضور کموي؟

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو خپل تمرکز چین او روسیې ته اړولی دی، غواړي چې په افریقا کې خپل پوځي حضور کم کړي. شنونکي وايي چې دغه اقدام حیرانونکی نه دی خو وړاندوینه کوي چې په دې برخه کې نور کارونه هم کیږي.

https://p.dw.com/p/38mm2
Dschibuti Übung des US-Militärs
انځور: picture-alliance/dpa/US Air Force/N. Byers

کله چې د روان کال په مارچ میاشت کې د افریقا له پاره د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوړ پوړي پوځي چارواکي کانګریس ته وینا کوله، نوموړي د امریکا د کانګریس له غړو په ناڅاپه توګه وغوښتل چې د افریقا د لویې وچې په برخه کې يې بايد هیواد متعهد پاتې شي.

د افریقا لویې وچې له پاره د امریکا متحده ایالاتو لوړپوړي پوځي چارواکي جنرال توماس والدهویزر کانګریس ته وویل: «د اوږده وخت له پاره د افریقا په لویه وچه کې د امریکا متحده ایالاتو ګټې د باثباته ملتونو له لارې چې پکې اغیزمن او حساب ورکوونکي حکومتونه په واک کې وي او ښه روزل شوی، منظم پوځ او همدا راز غښتلی اقتصاد ولري، ښې خوندي کیږي.» دغه امریکايي جنرال همدا راز وویل چې امریکا متحده ایالات باید په افریقا کې خپل پوځي حضور ته ادامه ورکړي.

USA | Donald Trump spricht vor Medien
انځور: picture-alliance/dpa/CNP /MediaPunch/R. Sachs

پر دې څرګندونو سربیره، داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالاتو حکومت غواړي ټول نه خو په لږه اندازه خپل تمرکز بل لوري ته واړوي. تیره اونۍ د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان وکړ چې غواړي په راتلونکو کلونو کې په افریقا کې خپل پوځي حضور لس سلنه کم کړي. امریکا متحده ایالات اوس په افریقا کې شاوخوا ۷۲۰۰ سرتیري او ملکي پرسنول لري.

پر روسیې او چین باندې ډیریدونکی تمرکز

د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون ویاندې کاندیس تریش له واشنګټن څخه دویچه ویله ته په دې هکله وویل: «د [امریکا متحده ایالاتو] ملي دفاعي ستراتیژي په ۲۰۱۷م کال کې له سره بیا ولیکل شوه او د دې ستراتیژۍ یو عنصر دا وو چې پکې چین، روسیې او نورو هیوادونو ته ډیر پوځي تمرکز اوښتی دی.»

100 Jahre Ende Erster Weltkrieg Putin Trump
انځور: Reuters/M. Ludovic

د امریکا متحده ایالاتو دغه نوې ستراتیژي چې د روان کال په جنوري میاشت کې خپره شوه، له چین او روسیې سره په اصطلاح د ستراتیژیک رقابت د بیا را ژوندي کیدو موضوع ته ډیر پام کوي. په دې ستراتیژۍ کې د سخت دریځو ډلو تهدیدونه چې په افریقا کې د امریکا د پوځي حضور د تمرکز اصلي دلیل دی، لا هم پر ځای پاته دي، خو د تیر په شان لومړیتوب نه لري. د امریکا متحده ایالاتو په نوې پوځي ستراتیژۍ کې د امريکا د ټولو سیمه ایزو پوځي قوماندانیو له پاره د پرسونل کمښت په پام کې نیول شوی دی.

په پنتاګون یا د امریکا متحده ایالاتو په دفاع وزارت کې چارواکي هڅه کوي چې په افریقا کې د متحده ایالاتو د پوځي حضور د کمښت اغیز بې ارزښته وښي. د پنتاګون ویاندې تریش په دې هکله دویچه ویله ته وویل: «موږ به لا هم د وینې تویونکو سخت دریځو ډلو ځپلو او کمزوري کولو په برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکړو. داسې سیمې به ونه لیدل شي چې موږ یو ظرفیت تر شا پرې نږدو، دغه [په افریقا کې د پوځي حضور د کمښت موضوع په اصل کې] د تمرکز بدلون دی.»

Infografik US Armee in Afrika EN

نوموړې په دې هکله چې پوځي حضور په کومه ساحه یا برخه کې وي، له تبصرې کولو ډډه وکړه. امریکا متحده ایالات اوس د جیبوتي په نامه افریقايي هیواد کې پوځي اډه لري، خو امریکايي پوځیان بیا په سومالیا، ناجیریا او نایجر هیوادونو کې پوځي ماموریتونه لري.

داسې ښکاري چې په افریقا کې د امریکا د سرتیرو د شمیر پر کمښت سربیره، متحده ایالاتو په دې وروستیو کې خپل تاکتیکونه هم بدل کړي دي. د روان کال په سپتمبر میاشت کې، د نیویارک ټایمز په نامه امریکايي ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې متحده ایالت غواړي له افریقا څخه د ترهګرۍ ضد خپل نیږدې ټول سرتیري وباسي. د امریکا کانګریس ته د افریقا له پاره د امریکا د پوځ د قوماندان جنرال والد هویزر په وینا کې، نوموړي ټینګار وکړ چې په افریقا کې د امریکايي سرتیرو اصلي نقش د دغو هیوادونو د پوځ روزنه او له دوی سره مرسته ده.

Symbolbild Senegal Soldaten
انځور: Getty Images/AFP/Seyllou

په افریقا کې د امریکا د پوځي حضور محدوده اغیزمنتیا

د سینیګال په پلازمینه ډاکار کې د امنیتي مطالعاتو له انستیتیوت څخه جګپوړی څیړونکی فونتیح اکوم وايي، چې په افریقا کې د امریکا متحده ایالاتو پوځي حضور ډیر اغیزمن نه دی ثابت شوی. اکوم وايي چې که چیري د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو خبرو ته غوږ شئ، نو وا به ورئ چې دوی په ځینو هیوادونو کې د سرتیرو په داسې روزنه چې پر مټ یې دغه سرتیري د جګړې په ډګر کې جګړه په یوازیتوب سره وکړي، نه دي بریالي شوي. دوی به ښايي په دې برخه کې په سومالیا کې خپل نقش ته اشاره وکړي. دوی په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې پر وړاندې اقدامات کړي خو بیا هم الشباب ډله په دې هیواد کې فعاله ده.

اکوم زیاته کړه چې دا به تر وخت مخکي قضاوت وي څو په افریقا کې د امریکا د پوځي حضور د کمښت په هکله خبرې وشي، خو نوموړی خبرداری ورکوي چې ښايي په دې برخه کې [امریکا] په نورو اقداماتو هم لاس پورې کړي.