1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا نیول سوې وسلې اوکراین ته استوي

۱۴۰۳ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د اوکراین له پاره د میلیارډونو مرستو بسته اوسمهال د امریکا متحده ایالاتو په کنگره کې بنده پاته ده. خو اوس د امریکا حکومت نورې لارې موندلي چې څرنگه د روسیې تر برید لاندې دغه هیواد ته وسلې واستوي.

https://p.dw.com/p/4ebQc
Symbolbild Kleinwaffen Munition USA Iran Ukraine Yemen
انځور: CENTCOM / Handout/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو حکومت د خپلو معلوماتو له مخی اوکراین ته،  له ایران څخه په زرو ضبط سوې مختلفې درنې او سپکې اتومات وسلې د روسیې تر برید لاندي هیواد، اوکراین ته لیږلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د سه شنبه په ورځ خبر ورکړ چې دغه وسلې د امریکایي پوځ او د امریکا د امنیتي متحدینو له خوا په څلورو بیړیو کې چې پرته له بیرغونو یې سفر کوو، د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو تر منځ په عربي سمندر کې ضبط سوي وې. نوموړې بیړۍ له ایران څخه یمن ته پر لاره وې.

د دغه خبر په دوام راغلي چی شاوخوا ۵۰۰۰ AK-47 ډوله ټوپکونه یا کلاشینکوف، سنائپر یا نخښه ویشتونکي ټوپکونه، ماشین گنې او همدارنگه د مهماتو څه ناڅه ۵۰۰ زره مرمۍ نیول سوي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت په حواله ایران غوښتل دغه وسلې په یمن کی حوثي یاغیانو ته واستوي چی دا کار د ملگرو ملتو د امنیت د شورا له پریکړه لیک څخه سرغړونه ده. د امریکا متحده ایالاتو له همدې کبله نوموړي مهمات خپل ملکیت اعلان کړل. 

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزیر، میرایک ګارلند وویل: « د وسلو په دغه ډول انتقال سره، د امریکا متحده ایالاتو حکومت د ایران بې ثباته کوونکي هڅې شنډوي او د روسیې د ظالمانه او بې دلیله یرغل په وړاندې د اوکراین له مبارزې ملاتړ کوي.» د امریکا متحده ایالاتو حکومت مخکې له دې له ایران څخه ضبط سوې مهمات اوکراین ته استولي دي.

د امریکامتحده ایالات د روسیې د مداخلې په وړاندې په دفاعي جگړه کې د اوکراین تر ټولو مهم متحد بلل کیږي. خو په اوس وخت کې د کیف له پاره نورې مرستې د ځنډ په حال کې دي. د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ۶۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو یوه بسته له څو میاشتو راهیسې د امریکا په کانگرس کې بنده پاته ده. د ډیموکراټانو تر کنترول لاندې د سنا مجلس دمخه لا دغه بسته تصویب کړې، خو د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکي د اونیو راهیسې د هغې له پاره لازمې رایې بندوي.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

GP/K.H/AG