«نړيواله ټولنه دې پرافغانستان باندې خپلې مرستې بندې کړي»
۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبهد آلمان د خبري آژانس په حواله، د افغانستان سره د مرستو د کمولو وړانديز الیس ويلز د يوه ټويټري پيغام له لارې کړی دی.
ميرمن ويلز د سويلي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا متحده ايالتو د بهرنيو چارو وزارت يوه ډيپلوماته ده.
هغې د یکشنبې په ورځ په خپل ټويټر کي ليکلي: «دا په افغانستان کې د خارجي ډونرانو له پاره د يو معمولي تجارت په څير نشي کيدای.»
هغې دغه راز زیاته کړې ده: «نړيوالې مرستې یو جامع حکومت ته اړتيا لري او موږ ټول بايد افغان رهبران د يو واحد حکومت رامنځ ته کولوپه خاطر موافقي ته ورسوو.»
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون د فبرورۍ مياشتې په ۱۸مه، اشرف غني د افغانستان د تيرکال ولسمشريزو انتخاباتو د ګټونکي په توګه اعلان کړ، خو د هغه سيال ډاکتر عبدالله عبدالله دغه نتايج رد کړ. په نتیجه کې يې دواړو، هم غني او هم عبدالله د مارچ په اوايلو کې په جلا جلا توګه خپل د ولسمشرۍ د تحليف مراسم تر سره کړل.
تيره میاشت واشنګتن پر افغانستان باندي خپل د يو ميليارډ ډالرو مرستو د کمولو اعلان وکړ. امريکا دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هلې ځلې يې ناکامې شوې.
د امریکا خارجه وزير مايک پمپئو د مارچ مياشتې په ۲۳ ويشتمه کابل ته ورغلی وو تر څو يې د غني او عبدالله جوړجاړی کړی وي، خو پرته له کومې لاسته راوړنې خالي لاس بيرته امريکا ته ستون شو. امريکا د افغانستان سره د يو ميليارډ ډالرو مرستې د کمولو اعلان هم له افغانستان څخه د پمپئو تر تلو وروسته وکړ.
تر هغې وروسته د افغان سياستوالو له خوا هڅې پيل شوي تر څو روان سیاسي اختلافات يې حل کړي وي. دوی د يکشنبې په ورځ په يوه ګډه اعلاميه کې له غني څخه وغوښتل چې د حکومتي چارواکو د مقرریو بهير دې بند کړي. هغوی همدارنګه پر عبدالله هم غږ کړی دی چې د غني سره يوه توافق ته د رسیدلو له پاره دې وخت ورکړي.
غني وايي چې د عبدالله ټيم ته به خپله کابینه کې د يو شمير څوکيو تر څنګ، عبدالله عبدالله ته د سولې د عالي شورا د رياست سپارلو خبره کوي. خو عبدالله عبدالله بیا تر هر ډول جوړجاړي مخکې د انتخاباتو د پايلو پر بې اعتبارۍ باندې ټينګار کوي.