1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: ممکن ایران د بلد عراق پر قرارګاه برید کې لاس ولري

۱۳۹۸ آذر ۱۶, شنبه

په عراق کې د بلد پر هوایې قرارګاه تر برید وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي په دې برید کې د ایران د احتمالي لاس درلودنې خبره مطرح کړې. نوموړي ټينګار کړی دی چې واشنګټن د لا زیاتو شواهدو په تمه دی.

https://p.dw.com/p/3UNlU
Irak Luftwaffe F-16
انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Mohammed

د نزدې ختيځ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت معين دیویډ شنکر، وایي چې احتمالاً ایران دې د بلد پر هوایي قرارګاه برید کې لاس ولري. د بلد هوایي قرارګاه چې د امریکایي ځواکونو او د هغه د متحدینو د پاتې کیدو ځای دی د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۶ نیټه) د یوه برید هدف وګرځول شو.

د عراقي پوځ په حواله دوه توغندي د بلد پر قرارګاه، چې له بغداد څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لیري پرته ده، لګیدلي دي. د پنجنشبې ورځې برید ځاني تلفات نه درلودل او تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت هم نه دی منلی.

دیویډ شنکر خبریالانو ته ویلي دي چې امریکا د لا زیاتو شواهدو ترلاسه کولو په انتظار کې ده، خو که وروستیو پيښو ته پام وکړو نو ویلی شو چې «کیدای شي ایران په دې برید کې لاس ولري.»  

د بلد پر قرارګاه تر برید دوه ورځې مخکې د عراق په لویدیځ انبار ولایت کې د عین الاسد پر هوایي اډې هم برید شوی وو. په دې قرارګاره کې هم امریکایي ځواکونه مستقر دي. د سه شنبې په ورځ پر دې قرارګاه ۵ توغندي لګیدلي وو چې د عراقي چارواکو په حواله تلفات یي نه درلودل.

دیوید شنکر، د دا ډول بریدونو زیاتید د امریکا له پاره اندیښمنونکي وبلل او وې ویل چې ایران په تیرو پنځو یا شپږو میاشتو کې لا زیات قهرجن شوی دی. نوموړي خبریالانو ته وویل: «ډیري وختونه کله چې ایرانیان ځان تر فشار لاندې احساسوي، پر تعرضي اقداماتو لاس پورې کوي.»

امریکا له اټومي موافقې څخه تر وتلو وروسته یو ځل بیا پر ایران خپل بندیزونه شدید کړي او غواړي چې د ایران د تفتو صادرات صفر ته ورسوي. ایران د دې په ځواب کې اټومي موافقې ته خپله ژمنتیا کمه کړې ده. شونکي په دې باور دي چې پر تهران د فشار زیاتول کیدای شي دغه هیواد لا پسې اګرسیف یا یي غوسه را وپاروي.

پر تیل لیږدونکو بیړیو او همدارنګه د سعودي عربستان د نفتو پر تاسیساتو بریدونه په سمیه کې د تشنج د زیاتیدو سبب شوی دی. په داسې حال کې چې امریکا او متحدین یي ایران د دې بریدونو مسئول بولي، تهران په دغو بریدونو کې خپل هر ډول لاس درلودل ردوي.

دویچه ویله فارسي/ش.ن/ا.ا