1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له کیف څخه د خپلو دیپلوماتانو د کورنیو د وتلو امر کړی

۱۴۰۰ بهمن ۴, دوشنبه

امریکا متحده ایالاتو د اوکراین په پلازمېنه کيف کې د خپلو ديپلوماتانو کورنیو ته، له دغه هیواد څخه د وتلو امر کړی دی. دغه امر پر اوکراین باندې د روسيې د يرغل «ګواښ د ادامه له کبله» شوی دی.

https://p.dw.com/p/45zs2
Ukraine US-Botschaft in Kiew
انځور: Stringer/Sputnik/dpa/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د يکشنې په ورځ وويل چې پر اوکراین باندې د روسيې د پوځي یرغل د «ګواښ د ادامې په دلیل» يې د دغه هیواد په پلازمېنه کیف کې د امریکايي ديپلوماتانو کورنیو ته امر کړی چې له دغه هیواد څخه ووځي.

واشنګتن د خپل سفارت غیر ضروري کارمندانو ته هم د «داوطلبانه» وتلو اجازه ورکړې ده او دغه راز يې د ختيځې اروپا په دغه هیواد کې امریکايي اتباعو ته سپارښتنه کړې ده چې «له همدا اوسه دې د وتلو ارزونه وکړي،» ځکه چې د مسکو د هر ډول احتمالي یرغل وروسته به د هغوی د رایستلو شرایط نه وي.

روسېې د اوکران په سرحد کې خپل په لسونو زره عسکر له زغروال ټانګونو، جنګي وسایطو، توپخانې او میزایلو سره ځای پر ځای کړي دي. د روسيې دغه اقدام د واشنګټن او اروپا شدید غبرګونونه راپارولي دي، په داسې حال کې چې ديپلوماسۍ هم تر اوسه پورې په دې برخه کې لږ نتایج درلودلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ارشد چارواکي خبریالانو ته وويل چې په کیف کې به د امریکا سفارت خلاص پاتې وي او شارژدافیره، کریستیان کیوان، اوس مهال هلته حضور لري.

دغه چارواکي د سپينې ماڼۍ مخکينی خبرداری تکرار کړ او ويې ويل چې یرغل کیدای شي «هر وخت» وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړه چې واشنګټن «به په یو داسې وضعیت کې نه وي چې په دا ډول عاجلو حالاتو کې دې امریکايي اتباع راوباسي». هغه امریکايي اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د شخصي او تجارتي ترانسپورتونو له لارې له اوکراین څخه د وتلو ارزونه وکړي.

یاد چارواکي د اوکراین په خاوره کې د میشتو امریکايي اتباعو کره شمېر یاده نه کړ، خو د بهرنیو چارو وزارت استازي تیره میاشت دغه شمېر د ۱۰ او ۱۵ زرو تر منځ ښودلی وو.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت پر اوکراین باندې د روسیې د احتمالي یرغل په خاطر، دغه هیواد ته د ټولو پروازونو د نه کولو سپارښتنه هم کړې ده.

دغه وزارت پرون يکشنبه روسېې ته هم د نه پروازونو سپارښتنه وکړه، په ځانګړې توګه د روسيې هغو سيمو ته چې د اوکراین سرحد ته نژدې دي. زياته کړې يې ده چې کيدای شي امریکايي اتباع له «آزار او اذیت» سره مخ شي او واشنګټن کیدای شي «لږ امکانات» ولري چې له هغوی سره مرسته وکړي.

په دغه سپارښتنه کې ويل شوي دي چې هغه امریکايي اتباع چې «روسیې ته ځي او یا هلته اوسیږي له دلیل پرته د روسي چارواکو له خوا پلټل او ګواښل کیږي او احتمال لري چې د تاوتریخوالي، آزار او اذیت قرباني وګرځي.»

کریملین بیا پر خپل ګاونډي، اوکراین باندې یرغل کول ردوي، اما په سیمه کې د اندېښنو کمول له هغو تړونونو سره مشروطوی چې په شرقي اروپا په ځانګړې توګه په اوکراین کې د ناټو سازمان د نه پراختیا او وتلو ضمانت کوي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزیر، آنتوني بلينکن پر اوکراین د هر ډول بالقوه یرغل څخه مخکې، د مسکو خلاف د تنبیهي تحریمونو لګولو نظریه رد کړه او زیاته يې کړه چې دغه تحریمونه باید د یرغل د «منصرف کولو» په مفهوم وکارول سي.

sl/st/sw/mks/nz