امریکا له بگرام څخه ۱۲ تنه بندیان په پټه آزاد کړي
۱۳۹۳ خرداد ۲۳, جمعهد پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوبا، له خوا د دغه هیواد گانگرس ته یو استول شوی پټ لیک بربنډ شو. په دې لیک کې امریکايي قانون جوړونکو ته ویل شوې دي چې د افغانستان د پروان ولایت په بگرام زندان کې ۵۰ تنه بهرني بندیان موجود ول، چې د هغوې له ډلې څخه ۱۲ تنه يي خپلو هیوادونو ته سپارل شوې دي. اوس هم په دغه زندان کې ۳۸ تنه بهرني بندیان موجود دي.
د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلې دي چې د می میاشتې په وروستیو کې ۱۲ تنه بندیان چې په هغوې کې یو تن کویتي، یو فرانسوٍي او ۱۰ تنه پاکستانیان شامل ول خپلو هیوادونو ته وسپارل شول.
د سرچینو په حواله هغه بندیان چې اوس هم د بگرام په زندان کې دي اکثره يي پاکستانیان دي. په دغو بندیانو کې د یمن، تونس او د روسيې له جمهوریتونو څخه افغانستان ته ورغلي کسان هم شامل دي چې ډیر شمیر يي بې له دې چې کومې محکمې پرې حکم کړی وي د څو کلونو راهیسې بندیان دي.
د امریکا له خوا د بندیانو د انتقال موضوع ډیره پټه ساتل شوې وه. د اوباما حکومت لا د پخوا نه د یوه امریکايي عسکر په بدل کې د پنځو تنو طالب بندیانو د خوشې کیدو له امله د سختو نیوکو سره مخامخ دی.
د څارونکو په اند د واشنگټن حکومت غواړي د سپټمبر د یولسمې نیټې تر پيښې وروسته رامنځ ته شوې د گرفتاریو د شخړیزې پروسې ساحه محدوده کړي. همدا علت دی چې د گوانتانامو او بگرام په څیر له زندانونو څخه بندیان آزادوي او خپلو هیوادونو ته يي سپاري.
بارک اوباما د گوانتانامو د زندان د بندلو په هکله خپله کړې ژمنه یو وار بیا تکرار کړه. د واشنگټن چارواکي په کراره کراره د گوانتانامو له زندان څخه هم بندیان نورو ځایونو لیږدوي.
اوس هم په دغه زندان کې ۱۵۰ تنه بندیان موجود دي. په افغانستان کې د بگرام زندان یوازنې هغه زندان دی چې بهرنيان په کې ساتل کیږي او امریکايي ځواکونه یې څارنه کوي.
د نورو ټولو زندانونو کنترول افغان حکومت ته سپارل شوی دی. د فبروري په میاشت کې افغان حکومت د امریکا د خوښې پرخلاف ۶۵ تنه طالب بندیان آزاد کړل چې له امله یې د کرزي حکومت او امریکا تر منځ اړیکې لاپسې خرابې شوې.
تر اوسه پورې دا معلومه نه ده چې تیره میاشت دغه بندیان په کوم حالت او د کومو شرایطو پر اساس د هغوی هیوادونو ته سپارل شوي دي. د پاکستاني چارواکو په خبره دغه بندیان به اوس تر څارنې لاندې وي ترڅو معلومه شي چې دوی په رښتیا هم له ترهگرو سره ارتباط لاره او که نه؟
د رویترز خبري آژانس په حواله په تر دې مخکې هم پاکستان ته سپارل شوي بندیان تر یوې مودې پورې په دې هیواد کې تر څارنې لاندې پاتې شوې دي.