1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مسافرينو مخي ته جنسي تېری، نه چا احتجاج نه راپور وکړ

۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو په فيلاډلفيا کي په يو اورګاډي کي له مسافرو ډک اورګاډي کي پر يوې مېرمني جنسي تېری سوی. هيڅ مسافر يې د مخنيوي هڅه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/41mqs
New York City U-Bahn-Fahrer
آرشيف انځورانځور: Getty Images/P. Rescigno

يو بې کوره سړي د فيلاډلفيا په ښاري اورګاډي کي پر يوې مېرمني جنسي تېری وکړ. دا په داسي حال کي چي د اورګاډي په دغه واګون کي زيات شمېر مسافر هم موجود ول. خو له دغو څخه يو کس هم نه احتجاج کړی، نه يې د جنسي تېري د مخنيوي کوښښ کړی او نه يې هم پوليسو يا د مرستي له پاره بل چا ته تليفون کړی دی.

دغه جنسي د تېری چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۱۳مه) د شپې په لسو بجو د څارونکو امنيتي کېمرو له خوا په ويډيويي توګه ثبت سوی دی. په ويډيو کي ليدل کيږي چي د اورګاډي هغه واګون چي پکښي دغه جرم تر سره کيږي، زيات شمير نور سپرلي هم موجود دي. په دې تړاو معلومات د پوليسو يو چارواکي ورکړي دي.

پوليس چارواکي تيموتي بېرنهاردت زياته کړې: «دغه خلک ولي ورته ګوري؟ زه نه پوهېږم. موږ ويډيو ارزوو خو زما په فکر هلته زيات شمير کسان موجود ول چي بايد مداخله يې کړې وای. يو چا بايد يو څه کړي وای.»

بېرنهاردت ويلي دي: «دا پېښه موږ ته ښيي چي موږ په ټولنه کي په کوم مقام کي يو. دا څنګه ممکنه ده چي يو څوک د دا ډول کړنې اجازه ورکړي؟ دا ډېره دردوونکې خبره ده.»

د پوليسو په وينا د ياد جرم وروسته دوی ته د ترانسپورت د ادارې يو کس تليفون وکړ چي د يوې مېرمنې وضعيت سم نه دی. همدا ؤ چي پوليس د پيښي ځای ته ورسېدل. د پوليسو په وينا مېرمنه ډېره دلاوره وه او ټول معلومات يې ورته ورکړل.

د پوليسو په وينا د ياد جرم په تور يې يو ۳۵ کلن کس نيولی دی چي په هکله يې فکر کيږي چي بې کوره ده.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.