1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي په آرام بحر کي د چین له نفوذ سره مقابله وکړي

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

د اپیک سرمشریزي وښودله، چي امريکا او چین په کومه اندازه د پاسفیک په ساحه کي یو له بل سره رقابت کوي. که چین هلته د کلونو راهیسي د ملیارډونو ډالرو اقتصادي مرستي په اختیار کي ورکړي، بیا امریکا اوس هلته خپلي پروژې پلانوي.

https://p.dw.com/p/38SPI
Papua-Neuguinea APEC Gipfel
انځور: Getty Images/AFP/S. Khan

په منطقه کي د اقتصادي نفوذ د اچولو سره د مبارزې په لار کي واشنگټن پر خپلو متحدینو باندي حساب کوي. د دې یو مثال کوربه هیواد پاپوا نیوگینا - Papua-Neuguinea ته د امريکا د متحده ايالاتو، جاپان، اسټرالیا او نیوزیلنډ هغه وعده ده، چي تر ۲۰۳۰ م کال پوري به ورته په ټوله هیواد کي د برق یوه شبکه جوړوي.

په تقریباً اته ملیونه نفوس سره پاپوا نیوگینا د اسیا پاسفیک د اقتصادي سازمان - APEC د ۲۱ غړو هیوادونو له جملې څخه تر ټولو غریب هیواد دی. هلته په اوس وخت کي فقط ۱۳ فیصده اوسیدونکي برق ته لاسرسی لري، دا ځکه چي د اوسیدونکو یوه لویه برخه یې په غرونو او یا لیري پرتو منطقو کي ژوند کوي. د حکومت هدف دا دی، چي په راتلونکو کلونکو کې ۷۰ فیصده خلکو ته برق ورسیږي.

خو د امريکا د متحده ايالاتو کومکونه به یوازي پر پاپوا نیوگینا باندی محدود پاته نه سي. د امریکا د جمهور رييس معاون، مایک پېنس، وویل چي دغه ډول کومکونه به د دغي ساحې له نورو هیوادونو سره هم وسي. د دې دمخه امریکا اعلان کړی ؤ چي د اسټرلیا سره به په گډه د پاسفیک یا آرام بحر په جزیره يي هیوادونو کي یوه نوې نظامي اډه جوړه کړي.

خو لکه د نړۍ په نورو برخو کي د آرام بحر په ساحه کي هم چین کوښښ کوي د دغو هیوادونو د زیربنايي پروژو د تمویلولو او قرضې ورکولو له لاري پر هغوی باندي خپل نفوذ پراخ کړي. پېنس د چین پر ولسي جمهوریت باندي تور ولگاوه چي غواړي په دې وسیلې سره کوچني دولتونه د خپل ځان تابع  کړي. د دې په عوض بیا د امريکا متحده ايالات د کریډت ورکولو سیاست پرمخ بیايي. د پېنس په خبره به واشنگټن «خپل متحدین په پورونو کي ډوب نه کړي.» سربیره پر دې ده پر چین باندي د خراب کیفیت سامان آلاتو د لیږلو تور ولگاوه.

Papua-Neuguinea Mike Pence bei der APEC Konferenz
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Schiefelbein

سخت کشمکشونه

د جمهور رييس د معاون مایک پېنس او د چین د دولتي او حزبي رهبر، شي جین پینگ تر منځ د دې دمخه سره سخت لفظي کشمکشونه رامنځته سوي ول. په داسي حال کي چي دواړه خواوي د خپل تجارتي جنگ په سبب یو پر بل باندي ملامتي اچوي، بیا د پاسفیک د ساحې نور هیوادونه شکایت کوي چي د دغو دواړو لویو اقتصادي قدرتونو ترمنځ شخړی همدا اوس لا دوی ته تاوانونه رسولي دي.

پېنس تهدید وکړ، چي د چین په تجارتي طریقه کي تر اساسي تغيیر پوري به پر دغه هیواد باندي گمرکي تعزیرات همداسي پاته او حتی نور به هم لوړ سي. د ده په خبره «موږ پر چینايي مالونو باندی ۲۵۰ ملیارډه ډالر گمرکي محصولات وضع کړل او دا کیدلای سي نور هم لوړ او حتی دوه چنده سي.»

Papua-Neuguinea APEC-Gipfel in Port Moresby | Xi Jinping, Präsident China
انځور: Reuters/M. Irham

تجارتي جنگ بې له گټونکي څخه

شي د امريکا متحده ايالاتو ته خبردارئ ورکړ چی یوه داسي « تجارتي جنگ» ته لمن وهي، په کوم کی چي هیڅ گټونکئ نسته. شي همدارانگه د جمهور رييس دونالد ترمپ د «اول امریکا- America First» پر سیاست باندي سخت انتقاد وکړ. د شي په خبره تاریخ ښکاره کړې ده، چي د کشمکشونو ټوله ډولونه که هغه د ساړه جنگ، تاوده جنگ او یا هم تجارتي جنگ په شکل وي، هیڅ گټونکي نه لري. یوه اقتصادي انزوأ هم په طویل المدت کي هیڅ شی په لاس نه راوړي. شي د امريکا د متحده ايالاتو حکومت ته په خطاب سره وویل، چي «موږ د داخلي تولیداتو د حمایې او یوطرفه سیاست ته د نه جواب وایو.»

پاته دي نه وي، چي د APEC هیوادو په سرمشریزه کي بې د امريکا له جمهور رييس څخه نور ټوله دولتي او حکومتي مشران حاضر وه. د ترمپ دې غیابت ته په نورو هیوادونو کي په دې سترگه وکتل سول، چي هغه په واقعیت کي د دغي منطقې سره ډیره علاقه مندي نه لري.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریزالبوم:( 14.06.2018)