1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي منځني ختیځ ته خپل سرتیري ولیږي

۱۳۹۸ دی ۱۱, چهارشنبه

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون ویلي چې هر څومره چې ژر امکان ولري، غواړي منځني ختیځ ته ۷۵۰ امریکايي عسکر ولیږي. دغه اقدام په عراق کې د ایراني پلوه اعتراض کوونکو له خوا د امریکا پر سفارت د برید ځواب بلل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3VYXh
Afghanistan US-Soldat
انځور: AFP/W. Kohsar

وروسته له هغې چې ایراني پلوه اعتراض کوونکو په عراق کې د امریکا متحده ایالاتو پر سفارت برید وکړ، د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون منځني ختیځ ته د خپلو سرتیرو د ژر تر ژره استولو اعلان وکړ. د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۳۱مه نیټه) د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په عراق کې د امریکا پر سفارت تر برید وروسته غواړي خپل شاوخوا ۷۵۰ عسکر منځني ختیځ ته واستوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په یاده خبرپاڼه کې ویلي: «د سرتیرو دغه ماموریت د امریکايي کارمندانو او دفاترو پر وړاندې د مخ پر ډیریدونکو ګواښونو لکه چې نن یې په عراق کې شاهدان وو، یو مناسب او احتیاطي اقدام دی.» اسپر په یاده خبرپاڼه کې زیاته کړې چې امریکا متحده ایالات به د نړۍ په هره برخه کې د خپلو خلکو او ګټو حفاظت وکړي.

ټاکل شوې ده چې منځني ختیځ ته د امریکايي عسکرو د انتقال لړۍ به په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي. اسپر د ټویټر په یوه پیغام کې همدا راز ویلي چې دغه سرتيري به د ولسمشر دونالد ترمپ تر مستقیمې قوماندې لاندې عمل کوي. منځني ختیځ ته تلونکي دغه ۷۵۰ تنه امریکايي سرتیري به د خلیج په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو له نورو ۱۴۰۰۰ سرتیرو سره یوځای شي.

ټول مسوولیت ایران ته راجع کول؟

ګڼ شمیر کسانو په عراق کې د امریکا پر سفارت دغه برید د یوه داسې اقدام په توګه ولید چې ګواکې ایران لا هم د دې وړتیا لري چې په نورو هیوادونو کې د امریکا متحده ایالاتو ګټې هدف وګرځوي. ولسمشر ترمپ بیا پر ایران باندې اقتصادي فشارونو ته زور ورکړی دی. ترمپ د سه شنبې په ورځ په خپل یوه ټویټري پیغام کې ایران ته په اشارې سره وویل چې دوی [ایران] ته به دغه کار ډیر په لوړه بيه تمام شي. نوموړي په دې ټویټري پیغام کې د تظاهراتو د کنترول په برخه کې د عراقي چارواکو له مرستو هم مننه کړې ده.

په ورته وخت کې ولسمشر ترمپ بیا وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې هغه «له ایران سره د جنګ د پیلیدو کوم امکان نه ویني.» د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په عراق کې د امریکا پر سفارت یاد برید ته په اشارې سره ویلي چې دغه برید «د ترهګرو له لوري پلان» شوی وو.

په عراق او سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمن پر شیعه ملیشو باندې د امريکا متحده ایالاتو هوايي بريدونو سخت غبرگونونه راپارولي وو چې له کبله یې په عراق کې په سوونو مظاهره کوونکو، په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت برید وکړ. د آلمان خبري آژانس د سه شنبې په ورځ د عيني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی چی  مظاهره کوونکو د امریکا بیرغونو ته اور اچولی او د کړکیو هندارې یې ماتې کړي دي او دا چې د امریکا ضد شعارونه یې ورکول.