1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي له اټومي تړونه ووځي

۱۳۹۷ مهر ۲۹, یکشنبه

دونالد ترمپ اعلان کړی دی چې د سړې جګړې پرمهال د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د اتومي وسلو پر سر له تړونه وځي. ترمپ پر روسیې تور لګولی چې د ۱۹۸۷م کال له تړونه یې سرغړونه کړې ده.

https://p.dw.com/p/36tsa
USA Elko  Trump Statement
انځور: Reuters/J. Ernst

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې هیواد به یې له روسیې سره د «منځني واټن اټومي ځواکونو» له یوې پخوانۍ معاهدې ووځي. ولسمشر ترمپ د خپل دغه اقدام د توجیه کولو له پاره پر مسکو تور لگولی چې دغه هیواد د ۱۹۸۷م کال د اټومي وسلو له دغه تړون څخه سرغړونه کړې ده. ولسمشر ترمپ د سرغړونو په هکله جزئیات وړاندې نه کړل.

ولسمشر ترمپ چې د متحده ایالاتو د نیوادا ایالت ایلکو ښار ته د یوې کمپاینې غونډې له پاره تللی وو، وویل چې روسیې له کلونو راهیسې [د ۱۹۸۷م کال د اټومي وسلو له تړون څخه] سرغړونه کړې ده. «زه نه پوهیږم چې ولې ولسمشر باراک اوباما په دې هکله خبرې نه دي کړي او یا ولې له دې تړونه نه دی وتلی». د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل: «موږ به دوی [روسیې] ته د دې اجازه ور نه کړو چې له اټومي تړونه سرغړونه وکړي او یا دا چې په پرانیستي لاس وګرځي او وسلې جوړې کړي، په داسې حال کې چې موږ ته دې اجازه نه وي. موږ به دغه تړون لغو کړو او بیا به موږ خپلې وسلې جوړې کړو.»

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ همدا راز د اټومي وسلو په تړاو له روسیې او چین سره د یوه نوي تړون په هکله د بیا فکر کولو اشاره هم وکړه. په اوسني تړون کې چین هم یو اړخ دی.

Michail Gorbatschow und Ronald Reagan auf Höfdi Island
انځور: AP

ترمپ په دې هکله وویل: «موږ هم باید دغه وسلې جوړي کړو. خو که چیرته روسیه موږ ته راشي او چین موږ ته راشي او دوی ټول موږ ته راشي او موږ ته ووايي چې راځئ چې په ریښتیا هوښیار شو او یو هم دغه وسلې جوړې نه کړو، او دا چي روسیه دغه کار کوي [وسلې جوړوي] او چین یې کوي، او په دې صورت کې موږ تړون ته متعهد پاتې شو، دا نو د منلو وړ نه دي.»

دغه تاریخي تړون د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت د ولسمشر رونالد ریګن او د روسیې د هغه وخت د ولسمشر میخایل ګورباچوف ترمنځ لاسلیک شوی وو. دغو دواړو هیوادونو د منځني یعنې د ۵۰۰ او ۵۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکي کروز توغنديو پر نه آزمویلو، نه درلودلو او نه تولیدولو باندي توافق کړی وو.

بل لوري ته د ټاس په نامه د روسیې یوه خبري آژانس د یکشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سرګيي ریابکوف په قول ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام چې غواړي له اتومي تړون څخه ووځي، ډیر خطرناک دی. دغه آژانس د روسیې د بهرنیو چار د مرستیال وزیر په حواله لیکلي چې د امریکا متحده ایالاتو دغه اقدام به د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونه له ځانه سره ولري.

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه: