1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا غواړي آلمان سوریي ته ځمکني ځواکونه واستوي

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

اکتشافي الوتکې، په هوا کې الوتکو ته تیل رسول او روزنه، دا تر اوسه په سوریه کې د داعش پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د آلمان ماموریت وو. تر یو وخته پورې دې کفایت کاوه، خو اوس امریکا له آلمانه د لا ډېر فعاليت غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/3LhrG
Bundeswehreinsatz - Luftbildauswertung
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder

د سوریي له پاره د امریکا متحدو ایالاتو ځانګړي استازي او د داعش ډلې ضد ائتلاف څخه جیمز جیفري، د آلمان خبري آژانس او «ویلټ ام زونټاګ» ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «مونږ له آلمان څخه ځمکني ځواکونه غواړو، څو تر یوې اندازې زمونږ د پوځیانو تشه ډکه کړي.» نوموړی تمه لري چې د آلمان حکومت به همدا د جولايي په میاشت کې دې غوښتنې ته ځواب ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دسمبر میاشت کې اعلان وکړ چې د سوریي له شمال ختیځ څخه خپل شاوخوا ۲۰۰۰ سرتیري را وباسي. دوی د سوریي د دیموکراتیکو ځواکونو SDF,  او کردي ملیشه و YPG د پوځي ائتلاف او نورو یاغي ډلو ملاتړ کوي. په مارچ میاشت کې د سوریي دیموکراتیکو ځواکونو د داعش وروستی مرکز یا قرارګاه هم ونیوله. خو د دغې ډلې جنګیالي اوس هم په پټه فعالیت لري.

د ۸۰ هیوادونو ائتلاف

په همدې منځ کې امریکا اعلان وکړ چې غواړي خپل ۴۰۰ سرتیري د سوریي په شمال ختیځ کې پریږدي، څو په کردي سیمو کې د وضعیت په باثباته ساتلو کې مرسته وکړي. په عین وخت کې امریکا کوښښ کوي چې د آلمان په ګډون د داعش ضد ائتلاف په برخه کې د خپلو ۸۰ متحدو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.

د امریکا ځانګړي استازې جیفري د جمعې په ورځ په برلين کې وویل: «مونږ دلته او د خپلو نورو ائتلافي شریکانو ترمنځ د داوطلبانو په لټه کې یو، چې غواړي له مونږ سره ګډه همکاري وکړي.»

آلمان تر اوسه پورې په عراق کې د داعش یا«اسلامي دولت» ډلې ضد پوځي ائتلاف په چوکاټ کې له تورنادو اکتشافي جت الوتکو، په هوا کې جنګي الوتکو ته د تیل رسونې او نظامي روزنې په برخو کې ماموریت ترسره کوي. دغه الوتکې له اردن څخه کار کوي. ټاکل شوې وه چې د اکتوبر په میاشت کې دغه ماموریت پای ته ورسیږي، خو د جون په میاشت کې له عراق څخه د لیدنې پر مهال د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د دې ماموریت غځولو ته خپله آمادګي ښکاره کړه.

ماس وویل: «په هر حال کې په اوس وخت کې دا يو ډېر مهم ماموريت دی څو داعش پری نه ښوول شي چې په اصطلاح د ځمکې لاندې ریښې وځغلوي او په دې توگه د دې جوگه شي چې نوی جوړښت رامنځته کړې او خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.«

د داعش پر ضد د مبارزې په برخه کې د آلمان د ماموریت د غځولو پریکړه د دغه هیواد پارلمان یا بونډسټاک ته وړاندې شوې ده چې که ډیر ژر وشي نو د سپټمبر په میاشت کې به پرې بحث وکړي، خو امریکا بیړه لري او د آلمان پر حکومت یي فشار ډیر کړی دی چې امله یي حکومت له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

haz/rb (dpa)s.n.b.s