1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
طبيعت او چاپيريالامریکا متحده ایالات

امریکا: طوفان ۴ کسان مړه او ۹۰۰زره کورونه بې برقه کړي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۸, جمعه

د امریکا په هیوستون ایالت کې ځواکمن تندر لرونکي طوفان لږ تر لږه ۴ کسان وژلي دي. تازه رپوټونه وايي پر ۹۰۰زره کورنو برق قطع شوی دی.

https://p.dw.com/p/4fy2h
د آرشیف انځور - د امریکا په کالیفورنیا کې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ میاشتې طوفان
د آرشیف انځور - د امریکا په کالیفورنیا کې د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ میاشتې طوفانانځور: Paul Kitagaki Jr./ZUMA/picture alliance

د هیوستن د مخابراتو ادارې مشرې او د ښاروالۍ سلاکارې ماري بينتون، په دغو طوفانونو کې د څلورو کسانو مړينه تائيد کړې ده.

د اسوشتید پریس په حواله دغه طوفان دومره ځواکمن دی چې د هیوستون د لوړو ساختمانونو کړکۍ او ونې يې راغورځولي او پر نژدې ۹۰۰زره کورونو او سوداګريزې سیمو برق قطع شوي دي.

د هېوستن په هریس کوانټي کې نژدې ۸۷۰ زره پېريدونکي له برېښنا بې برخې شوي دي.

دامریکا د دغه ایالت د هوا پېژندنې ملي ادارې په ګڼو سیمو کې د سېلابونو او تندر طوفانونو د راتلو خبرداری او پر اکس شبکه ېې خلکو ته سپارښتنې کړې دي: «که تاسو د طوفان په مسیر کې یاست، همدا اوس ځانونه سرپناوه ته ورسوۍ. تر ټولو ښکته پوړونو کې پاته شئ.»

رپوټ زیاتوي چې په سیمه کې لارې کوڅې سيلابونو لاندې کړي او ونې او د برق پايې چپه شوي دي.

چارواکو له ځايي خلکو غوښتي دي چې د امکان تر حده پر سړکونو او سختو لارو له تګ راتګه ډډه وکړي.

د شدید طوفان له کبله د هیوستون له دوو مهمو هوايي ډګرونو پروازونه نه کیږي. د باد سرعت ۹۶ کيلومتره په ساعت کې ښودل شوی دی.

 له آرشیف څخه (11.01.2023):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل