1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا شپږ «بي ۵۲» الوتکې د هند اقیانوس ته لېږلي دي

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

د امریکا هوایي ځواکونو شپږ بم غورځونکي الوتکې د هند په اقیانوس کې خپلې یوې پوځي اډې ته استولي دي. د ایراني جنرال قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې تشنج زوز اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/3Vqqo
U.S. Air Force - B-52 und F-16
انځور: picture alliance/Newscom/U.S. Air Force/Senior Airman Erin Babis

په عراق کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژل کیدو په پایله کې د ایران او امریکا ترمنځ د تشنج له زیاتیدو سره هم مهاله، امریکا متحده ایالاتو د هند اقیانوس په ټاپو کې خپل پوځې اډې ته شپږ بي ۵۲ ډوله الوتکې استولي دي.

د فاکس نیوز خبري شبکې په حواله دا د عراق د حزب الله د کتائب ډلي له خوا امریکایي ځواکونو ته د غچ اخیستونکو بریدونو تر خبردارې وروسته د امریکا متحده ایالاتو لومړنی پوځي اقدام دی چې کوي یې.

د دې رپوټ پر بنسټ دغه بم غورځونکي الوتکې د متحده ایالاتو په لویزیانا ایالت کې د بارکسدال، له هوایي ډګر څخه د هند اقیانوس دیه ګوګارسیا، ټاپو پر لور استول شوي دي. دا ټاپو د ایران له تر ټولو سویلي نقطې څخه ۳۷۰۰ ګیلومتره واټن لري.

دا ټاپو چې امریکا په اجاره اخیستی دی د هند په اقیانوس کې د متحده ایالاتو یوه مهمه قرارګاه ګڼل کیږي. د فاکس نیوز په خبره بي ۵۲ ډوله الوتکې ۸ ماشينه دي او په ډیره لوړه پيمانه د هغو له جملې څخه د کروز توغندیو، هدایت شوي بمونو او د بي ۶۱ اټومي بمونو د انتقالولو توان لري.

مخکې تر دې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ګواښ کړی وو چې که ایران د قاسم سلیماني د وژنې په هکله غبرګون ښکاره کړي، نو امریکا به په ایران کې ۵۲  نقطې په نښه کړي.

ترمپ واضحه کړې ده چې دغه اهداف د هغو ۵۲ امریکایي ديپلوماتانو په تلافي کې انتخاب شوي چې د ۱۹۷۹م کال د نومبر له څلورمې نیټې څخه د ۴۴۴ ورځو له پاره په ایران کې یرغمل نيول شوي ول. د ترمپ په وینا د ایران یو شمیر فرهنګي مرکزونه هم په دغو اهدافو کې شامل دي.

خو سره له دې هم ترمپ ټینګار کړی دی چې له ایران سره د جګړې په هڅه کې نه دی.

دویچه ویله/ش.ن/ن.ز