په امریکا کې دوه تنه پر مسلمانانو د برید له کبله زنداني کیږي
۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبهدغو دوو تنو پلان لره چې په کور کې د جوړو شویو چاودیدونکو موادو په مرسته د نیویارک ایالت په شمالي برخه کې د مسلمانانو پر یوې اجتماع باندې برید وکړي. قاضي هغوی د امریکا په دیموکراتیکه ټولنه کې «ټولو ته یو ګواښ» وبلل.
دغو دواړو کسانو ته د څلورو او ۱۲ کلونو تر منځ د زندان سزا واورول شوه. جرم یې په امریکا متحده ایالاتو کې د مسلمانانو پر ټولنې باندې د برید ګواښ کول وو.
محکوم شوي کسان ۲۰ کلن برین کولناري او ۱۹ کلن اندریو کرایسیل، دي چې دواړو خپل جرم منلی دی. د محکمې قاضي هغوی دواړو ته وویل: «ستاسو ترهګریز ګواښ نه یوازې ستاسو د دې اقدام قربانیانو ته له نفرته ډک ګواښ وو، بلکه دا زموږ په دیموکراتیکه ټولنه کې ټولو ته یو ګواښ وو.»
دواړو تورنو کسانو د خپل دې اقدام له کبله په محکمه کې پښیماني وښوله. هغوی تر دې مخکې په جون میاشت کې پر خپل جرم اقرار کړی وو. کولناري د یوې ځایي رسنۍ په حواله د محکمې په جریان کې وویل: «ما هیڅ کله نه غوښتل چې دومره مخې ته ولاړ شم.»
دغو دوو د دوه نورو کسانو په مرسته غوښتل چې پر اسلامبرګ، باندې برید وکړي. دا د نیویارک ښار په شمال کې پرته د مسلمانانو یوه ټولنه ده. چارواکو هغوی په جنوري میاشت کې ونیول او ویې ویل چې دغو کسانو ۲۳ وسلو او همداراز په کور کې جوړو شویو درو چاودیدونکو توکو ته لاسرسی لره.
د څارنوالانو په خبره، دغو کسانو د ۲۰۱۸ کال په وروستیو میاشتو کې داسې پلانونه جوړ کړل چې له مخې یې وسلې ترلاسه کړې او بیا یې د برید د احتمالي ستراتیژیو په اړه بحثونه پیل کړل. خو هغوی هغه وخت د پولیسو پام ځان ته واړوه چې یوه زده کوونکي د ښوونځي د ډوډۍ خوړلو په خونه کې پولیسو ته د داسې خبرو په اړه خبر ورکړ چې د ده شک یې راپارولی وو.
د پیښې بل شکمن کس ۲۰ کلن وینسنت ویترومایل، دی چې تمه کیږي د اګست میاشتې پر ۲۹مه نیټه له ورته سزا سره مخامخ شي. بل تورن کس بیا یو ۱۶ کلن هلک دی چې تیره میاشت پرې د ترهګرۍ له پاره د وسلو د مالکیت تور ولګول شو. تمه کیږي چې هغه به هم په شپږو کلونو زندان محکوم شي.
ms/kh (John Silk)