1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا دوه ایراني اتباع د جاسوسي په تور نیولي دي

۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

دوه ایراني اتباع په امریکا کې د خپل هیواد له پاره د جاسوسي په تور نیول شوي. پر دوی تور لګول شوی چې د خلق مجاهدینو سازمان او یهودانو د مرکزونو په اړه د اطلاعاتو د راټولو دنده ورته سپارل شوې وه.

https://p.dw.com/p/33Sps
Washington US-Justizministerium
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzo

د دوشنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۲۱) په امریکا متحده ایالاتو کې دوه تنه ایرانیان د ایران د استخباراتي ادارو له پاره په جاسوسۍ تورن شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر بنست د امریکا څارنوالۍ ایراني الاصله امریکایې محمدي

د. او له کالیفورنیا ایالت څخه مجيد ق. د ایران له پاره د یهودانو د مرکزونو تر نظر لاندې نیولو او د خلق مجاهدينو په سازمان کې د درځ اچونې په برخه کې له یو بل سره په همکارۍ تورن کړي دي.

د هغوی بشپړ نومونه د آلمان د رسنیزو اصولو له مخې نه دي کارول شوي.

د امریکا د عدلیي وزارت وایې چې ۳۸ کلن محمدي د ۲۰۱۷ کال په جولای کې شیکاګو ته راغلی وو او د امنیتي کارکونکو له خوا لیدل شوی چې د شیکاګو پوهنتون ته نږدې د «هیلل مرکز» او «خانه خباد» مرکزونو عکسونه یې اخیستل. دا دواړه مرکزونه یهودانو پورې تعلق لري.

د څارنوالۍ د تورونو په وضاحت کې دا نه دي ویل شوي چې دغه عکسونه د کوم هدف له پاره اخیستل شوي دي. هغه وروسته کالیفورنیا ته سفر کړی او هلته یې له مجيد سره لیدلي دي. په ظاهره کې دا د دوی لومړۍ لیدنه کتنه وه.

دوه میاشتې وروسته ۵۹ کلن مجید د یوې ورځې له پاره په یو پرواز کې نیویارک ته ځي او هلته د خلق مجاهدینو سازمان په یوه غونډه کې د ګډونوالو عکسونه اخلي.

محمدي د دسمبر په میاشت کې کالیفورنیا ته ستنیږي، څو د خلق مجاهدینو سازمان اړوند اطلاعات ترلاسه کړي. د دغو دواړو په خبرو کې چې د امریکا د پولیسو فدرالي ادارې (اف.بي. آی) له خوا ثبت شوي دي اوریدل کیږي چې وایې هڅه کوي په یاد سازمان کې درځ پیدا کړي. محمدي هم هغه ته وضاحت ورکوي چې ده ته د اطلاعاتو د راټولولو دنده سپارل شوې ده.

نوموړی په دې خبرو اترو کې وایې: «زه دا انځورونه هلکانو ته ورکوم چې په دې اړه تحقیق وکړي.»

د څارنوالۍ په دعوی کې راغلي دي چې دوستدار قرباني ته ۲۰۰۰ ډالره ورکړی دي.

د دعوې د تورونو له مخې مجيد ق د روان کال په مارچ او اپریل میاشتو کې ایران ته تللی وو او د خلق مجاهدینو سازمان په اړه راټول کړي معلومات یې ایراني چارواکو ته سپارلي دي او په دغه سازمان کې د نفوذ په اړه یې د خپلو دندو فهرست ترلاسه کړی دی.

مجيد ق په می میاشت کې په واشنګټن کې د «انساني حقونو له پاره د آزادۍ» تر عنوان لاندې د خلق مجاهدینو سازمان په غونډه کې ګډون وکړ او هلته یې د ویناوالو او ګډونوالو عکسونه واخیستل.

محمدي او مجيد ق په دې تورن دي چې د ایران د ناثبت شویو مامورينو په توګه په امریکا کې فعالیت کوي او د ایران له حکومت سره په همکارۍ یې، د امریکا قوانين او بندیزونه نقض یا تر پښو لاندې کړي دي.