امریکا: د ځنگلونو په اورلگیدنو کي تر ۱۰۰۰ ډیر انسانان ورک دي
۱۳۹۷ آبان ۲۶, شنبهد کلفورنیا ایالت د بټ کاونټي - Butte Countyد پولیسو قوماندان ،کوري هونیا پرون جمعه د راجستر سوو کسانو د لست د معرفي کولو پروخت وویل، چي «دغه لست نور هم اوږدیدلای او کمیدلای سي.»
په اوسني لست کي ۱۰۱۱ کسان شامل دي، چي تر یوې ورځې مخکي لا ۴۰۰ تنه اضافه ښيي. هونیا دا هم وویل، چي دغه لست مؤقتی دی او کیدلای سي د ټایپي غلطیو په سبب ځیني کسان دوه واري راجستر سوي وي او یا دا چي یو کس څو ځایه راجستر سوئ وي. د بلي خوا دا هم ممکنه ده، چي په سیمه کي ډیرئ کسان لا د دې امکانات نه لري، چي د لادرکه کسانو اطلاع ورکړي.
د قربانیانو تعداد مخ پر لوړیدو دی
ژغورونکي ټیمونه د تربیه سوو تعقیبیدونکو سپیانو په واسطه د اور په لمبو کي سوځیدلي ځایونه پلټي. اطفاییه په دې منځ کي پر دې باندي بریالۍ سوې ده، چي نیمايي اور مړ کړي. همدا اوس لا د اور په لمبو کي تر ۱۲۰۰۰ اضافه کورونه او تعمیرونه سوځیدلي او نړيدلي دي. په کورونو کي د مړو د تازه جسدونو په راایستلو سره د وژل سوو کسانو تعداد په دې ډول سره ۷۱ تنو ته لوړ سوی دی.
ترمپ د اورځپلو سیمو څخه لیدنه کوي
د ځنگلونو د اورلگیدنو تر پیلیدو تقریباً یوه اوونۍ وروسته د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس دونالد ترمپ اعلان وکړ، چي نن شنبې ورځ به د آفت ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړي. د سپيني ماڼۍ په حواله ترمپ غواړي د اور د لمبو د قربانیانو سره هم وگوري.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 13.11.2018)