امریکا: د پاکستان استخبارات د اورپکو سره اړیکي لري
۱۳۹۰ اردیبهشت ۱, پنجشنبهمولن اوس په اسلام آباد کي دي ترڅو د پاکستان د پوځي لوړ پوړو چارواکو سره په سيمه کي د طالبانو سره د دولتي کسانو د اړيکو د لرلو پر سر خبري وکړي.
د پاکستان د يو آزاد تلويزون جيو سره په مرکه مولن ويلي « ISI د اوږدې مودي راهيسي د حقاني شبکې سره اړيکي لري، خو دا په دي معني نه ده چي د ISI هر کس دي د هغوی سره اړيکي ولري.» هغه زياته کړې چي په دې اړه به د پاکستان لوي درستيز اشفاق کياني سره خبري وکړي.
هغه زياته کړه « زه فکر کوم چي اوس وخت بدل سوی دی، د جنرال اشفاق کياني او نورو مشرانو سره به د خبرو اصلي ټکی هم دا وي.»
د جنرال اشفاق کياني او د جنرال شميم وايين سره تر ليدو وروسته په پاکستان کي د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت لخوا په يوه خپره سوې خبر پاڼه کي راغلي چي مولن ددې خبري پخلی کړي چي امريکا به د پاکستان سره د تروريزم پر ضد جګړه کي خپلي مرستي جاري ساتي.
مولن د حقاني د شبکې پر خلاف د امریکا او پاکستان ګډه جګړه ستايلې، خو دا اړيکي هله خړي پړي سوي چي د جنګيالو سره د ISI د اړيکو راپورونه ورکړل سول.
د حقاني شبکه د القاعدې ملاتړې ده ، چي مشر يې پخوانی جنګسالار جلاالدين حقاني دی. دغه شبکه د پاکستان د قبايلي سيمي جنوبي وزيرستان څخه خپل فعاليتونه کوي. دغه ډله په افغانستان کي په خونړيو پيښو کي په لاس لرلو تورنه ده.
په ۲۰۰۹ م کال کي د خوست په ولايت کي د امريکايانو په يوه مرکز کي يو ځانمرګي بريد وسو چي په نتيجه کي يي دCIA ۷ تنه کار کوونکي ووژل سول، پړه يې پرغي شبکې ور اچول کيږي.
د افغانستان په ختيځ کي د ايتلافي ځواکونو قومندان تورن جنرال جون کيمپبل خبريالانو ته ويلي چي د مولن په سفر کي به کوښښ وسي چي د پاکستان سره په ګډه د حقاني د شبکې د راپرځولو لپاره کار وسي.
آژانسونه/ سيد رياض
کتونکی: نجيب الله زيارمل