1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د داعش پر ضد خپله مبارزه پراخوي

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ آبان ۲, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما، له اسلامي دولت سره د مبارزې په موخه یو نوی ځانګړی استازی ګومارلی دی. د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر هم ویلي دي چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد به لا سخت اقدامات وکړي.

https://p.dw.com/p/1GtZl
انځور: picture-alliance/AP Photo/U.S. Navy/Brian Stephens

د اسلامي دولت پر ضد جګړې په برخه کې د ولسمشر اوباما نوی ځانګړی استازی برت مک ګرک، نومیږي. هغه د سیمي د چارو په برخه کې یوه پیژندل شوې څیره ده. په دې ترتیب سره به دغه ۴۲ کلن سیاستوال د جنرال جان الن، ځای ناستی شي چې اوس تقاعد شوی دی.

بارک اوباما ویلي دي چې مک ګرک، د عراق په چارو کې د هغه یو د اعتماد وړ کس دی. هغه له یوه کال راهیسې د جان الن د مرستیال په توګه کار کاوه او فعالیتونه یې پر دې متمرکز وو چې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یاغیان د عراق له شمالي برخو څخه پر شا شي. اوباما ویلي دي دې چې ګرک، د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پر ضد د مبارزې په هرې تعیینوونکې شیبې کې ښکیل وو.
په سیاست کې بدلون
لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې د مک ګرک ګومارنه په سیمه کې د امریکا متحده ایالاتو د سیاست د بدلون په معنی ده او که نه. دغه هیواد له یوه کال راهیسې په عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د هوایي بریدونو د یوه نړیوال ایتلاف مشري کوي.

د اسلامي دولت پر ضد جګړې په برخه کې د اوباما نوی ځانګړی استازی برت مک ګرک
د اسلامي دولت پر ضد جګړې په برخه کې د اوباما نوی ځانګړی استازی برت مک ګرکانځور: Getty Images/M. Ngan

د امریکا متحده ایالاتو اوسني ستراتیژي چې په ترڅ کې یې د اسلامي دولت پر اډو باندې هوایي بریدونه کیږي، سوریایي منځلارو یاغیانو او کردي جنګیالیو ته روزنه او وسلې ورکول کیږي. دغه ستراتیژي توانیدلې ده چې تر ډیره بریده پورې د اسلامي دولت ډله کمزورې کړي.

خو ولسمشر اوباما په وروستیو وختونو کې د سوریایي منځلارو یاغیانو د روزنې بهیر د دې موضوع تر بربنډیدو وروسته ودروله چې روښانه شوه د دې ۵۰۰ میلیون ډالري پروژې په ترڅ کې ډیر کم جنګیالي روزل شوي دي.
پنتاګون د لا ډیرو عملیاتو تمه لري.

د امریکایي ځانګړو ځواکونو له خوا د اسلامي دولت له بند څخه د ۷۰ کردي ملیشو تر آزادي یوه ورځ وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، وویل چې د داعش پر ضد به لا ډیر عملیات ترسره شي: «موږ دا وړتیا لرو او دا د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو لوی ځواک دی.»

په دغو عملیاتو کې چې د عرق د الحویجه ښار ته نزدې ترسره شوی یو امریکایي سرتیري خپل ژوند له لاسه ورکړ.
کارتر ویلي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د یوه عام وژنې د پیښې مخنیوی وشو. په دغو عملیاتو کې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یو شمیر غړي ووژل شول او پنځه تنه نور یې بیا ژوندي ونیول شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب