1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د حماس او حزب الله د مشرانو نیولو له پاره جایزه ټاکلی

۱۳۹۷ آبان ۲۴, پنجشنبه

واشنګټن د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر صالح العاروري، او د حزب الله ډلې د کادرونو محمد حرب او هیثم علي طباطبایې په اړه اطلاع ورکونکي یا نیونکي ته پنځه میلیونه ډالره انعام ورکوي.

https://p.dw.com/p/38HAS
Saleh al-Aruri
انځور: Imago/ZUMA Press/I. Ezzat

د حزب الله او حماس د مشرانو په اړه معلومات او یا د هغو نیونکو ته پنځه میلیونه ډالره انعام؛ دا هغه انعام دی چې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یې د حماس د سیاسي دفتر مرستیال مشر صالح العاروري، خليل یوسف محمد حرب او د لبنان د حزب الله د لوړپوړو قوماندانانو خليل یوسف محمد حرب او هیثم علي طباطبایې په اړه د معلوماتو ورکونکي ته ورکول کیږي.

اعلان شوی دی چې العاروري په لبنان کې ژوند کوي. متحده ایالاتو نوموړی له سپاه قدس (د ایران د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه) سره په همکارۍ تورنوي. دغه ډله د غزې په تړانگه او د اردن رود په لویدیځه څنډه کې د حماس د نظامي عملیاتو ملاتړ کوي.

العاروري په ډیرو ترهګریزو بریدونو کې د هغو له جملې څخه د امریکایې تبع نفتالي فرانکل په تښتونه کې په لاس درلودلو تورن دی.

د حزب الله دوه تنه کادرونه هم د دغې ډلې د نظامي عملیاتو د پلانونې په برخه کې په مهم رول درلودلو تورن شوي دي.

د حماس سازمان د العاروري د نیولو له پاره د انعام ټاکل کیدل غندلي او د یوې اعلامیې په ترڅ کې یې ویلي دي: «په غزې کې د فلسطينیانو تر مقاومت وروسته د امریکا اقدام، اشغالګر اسرائیل ته خدمت دی».

مخکې تر دې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د حزب الله ډلې د مشر زوی جواد نصرالله د ترهګرو په لیست کې شامل کړی وو او نوموړی یې د حزب الله د نظاميانو راتلونکی مشر بللی دی.

Libanon Hisbollah-Lager siegt bei Parlamentswahl
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله ځان د علي خامنه ای د اوامرو پیرو بولي انځور: picture alliance/AP Photo/H. Malla

د دې وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې جواد نصرالله په تیرو کلونو کې د اسرائیلو پر وړاندې په ترهګریزو بریدونو کې د ګډون له پاره د افرادو د راجلبولو په برخه کې فعاله وو.

نوموړي وزارت د «المجاهدين» لښکر هم چې د لبنان حزب الله ته نږدې دی د ترهګریزو سازمانونو په تور لست کې شامل کړی دی. یاده ډله هم د اسرائیلو پر وړاندې د حزب الله په بریدونو کې په لاس درلودلو تورنه شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې په تور لیست کې د جواد نصرالله او لشکر المجاهدين ډلې د شاملولو هدف، د ترهګریزو بریدونو له پلانولو او ترسره کولو څخه د دوی لاس لنډول دي.

د هغو کسانو مال او شتمني چې د امریکا متحده ایالاتو په تور لیست کې شامل شي، کنګل کیږي او له امریکایې شرکتونو او اتباعو سره د هغو راکړه ورکړه به هم منع وي.

په عین وخت کې د امریکا د مالیې وزارت هم د لبنان له حزب الله سره په ارتباط پر څلورو عراقي اتباعو هم بندیز لګولی دی. ویل کیږي چې دغو څلورو تنو د ایران په مرسته، د لبنان له حزب الله سره د مالي راکړې ورکړې، وسلو او نورو تجهیزاتو د تامين په برخه کې همکاري درلودله.