1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امریکا د بن لادن د زوی وژل کیدنه تائيد کړه

۱۳۹۸ شهریور ۲۴, یکشنبه

د جولای میاشتې په پای کې لا ویل شوي وو چې هغه وژل شوی، خو اوس سپيڼې ماڼۍ تائیده کړې ده چې د اسامه بن لادن زوی حمزه لادن د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې وژل شوی وو. دا د القاعده شبکې له پاره یوه ضربه ده.

https://p.dw.com/p/3Pcwn
USA Weißes Haus bestätigt Tod von Hamsa bin Laden
انځور: picture-alliance/dpa/AP/CIA

سپيڼې ماڼۍ ویلي دي چې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمزه لادن ښایي د «پاکستان/افغانستان په سمیه کې» وژل شوی وي. د هغه د وژل کیدو د دقیقې نیټې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سپیڼې ماڼې واضحه کړې ده چې د حمزه وژل کیدل د القاعده شبکې له پاره یوازې یو سمبولیک پرشاتګ نه، بلکې«د دې ډلې مهم فعالیتونه کمزوري کوي.»

اسامه بن لادن په نیویارک او واشنګټن کې د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ نیټې د بریدونو طراح بلل کیده. وروسته بیا هغه پټ شوی وو. بالاخره په ۲۰۱۱ م کال کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړو کماندویي ځواکونو د دغه ۵۴ کلن سړي پل د پاکستان په ابټ آباد سیمه کې پيدا او هلته یي وواژه.

ویل کیږي چې حمزه بن لادن تر خپل پلار وروسته د دغې ډلې د رهبرۍ رول په غاړه واخیست. په تیرو کلونو کې نوموړی د القاعده شبکې په تبلیغاتي برخه کې ډیر فعال وو.

القاعده شبکې د سپټمر د ۱۱ پيښې د ۱۶ کلیزې په مناست د اسامه او حمزه بن لادن انځورونه په داسې شکل سره خپاره کړل چې تر شا یي په نیویارک کې نړیوال تجارتي مرکز د اور په لمبو کې سوزي.

ډیر شمیر امریکایي رسنیو د جولای میاشتې په پای کې د حمزه بن لادن د وژل کیدو په اړه رپوټونه ورکړي وو. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پخوانیو معلوماتو له مخې حمزه د ۲۰۱۵م کال د اګست میاشتې را په ديخوا د مختلفو پيغامونو په ترڅ کې د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د لویدیځ متحدینو پر وړاندې د بریدونو غوښتنه کړې وه.

نوموړي وزارت د فبرورۍ په میاشت کې د حمزه بن لادن په اړه د معلوماتو ورکونکي ته د یو میلیونه ډالرو انعام ټاکلی وو. نوموړی مخکې تر دې د ۲۰۱۷م کال په اوایلو کې د امریکا متحده ایالاتو د ترهګرۍ په لیست کې شامل کړای شوی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو په حواله حمزه بن لادن په ۱۹۸۹م کال  د سعودي عربستان په جده کې زیږیدلی وو. حمزه د اسامه بن لادن له ۲۰ اولادونو څخه پنځلسم، او د دریمې ښځې زوی یې وو.

lh/haz (dpa, afp)/sn-aa