1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ته تللی یو افغان د جنسي تور په قضیه کې محاکمه کیږي

۱۴۰۰ بهمن ۵, سه‌شنبه

د امریکا په ویرجنیا کې یوه منصفه فدرالي پلاوي یو افغان مهاجر له افغانستان څخه امریکا ته تر تلو وروسته له یوې نجلې سره په توهین آمیزه جنسي تماس محکوم کړی دی. دغه افغان په یوه کمپ کې هستوګن کړل شوی وو.

https://p.dw.com/p/463Pm
Afghanistan Erster ziviler Evakuierungsflug seit US-Abzug aus Kabul gestartet
د تخلیې بهیر - د آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP

د محکمې دغه منصفه پلاوې د جمعې په ورځ د امریکا د الکساندریه ولسوالۍ په محکمه کې ۲۴ کلن محمد طارق د جنسي ناوړه تماس په تړاو پړ وپيژاند.

د اسوشتید پریس په حواله، طارق په افغانستان کې د امریکايي قواو سره کار کاوه چې د امریکا ویرجنیا ایالت ته راوستل شوی دی.

نوموړی چې د امریکا په کوانتیکو کې د سمندري قواوو په یوه کمپ کې هستوګن کړل شوی وو په سپتمبر میاشت کې وروسته له هغې ونیول شو چې سمندري ځواکونو ولید چې هغه یوې نجلۍ ته چې تړاو یې ورسره نه درلود، د هغې د جامو له سره یې د هغې د بدن مخصوصو برخو ته نوازش ورکاوه.

د محکمې د اسنادو مطابق، طارق هڅه کړې چې د ژباړونکو له طریقه وښيي چې دغه کړنه يې د هغه د کلتور له مخې د منلو وړ ده، خو د هغه دغه هڅې د قاضي له خوا رد شوي دي.

ټاکل شوې ده چې طارق به د اپریل میاشتي پر ۲۶مه به په سزا محکوم کړل شي.

د ویرجنیا د ختيځې ولسوالۍ څارنوالې، جسیکا آبر چې دفتر يې دغه قضیه مخته وړي، د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وويل: «هغه خلک چې له ظلم او تروریزم څخه غواړي زموږ هیواد ته پناه راوړي، د دې وړ دی چې دلته خوندي ژوند ولري.»

آ/م.ک.ص/م.ک.