1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا، بریتانیا او فرانسې په سوریه هوايي بریدونه کړي

۱۳۹۷ فروردین ۲۵, شنبه

د سوریې په دوما ښار کې د کیمیاوي برید په ځواب کې، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي چې د امریکا پوځ د سوریې پر هغو ځایونه بریدونه پیل کړي، چیرته چې کیمیاوي وسلې موجودې دي. روسیې بیا د بریدونو له بدو پایلو خبرداری ورکړی.

https://p.dw.com/p/2w2UD
Syrien - US-Militärschlag auf Damaskus
انځور: picture alliance/AP Photo/H. Ammar

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۱۳مه نېټه) اعلان وکړ چې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او فرانسې د سوریې د پوځ پر هغو سیمو هدفي بمباري کړې چې باور کیږي په دوما کې د تیرې اونۍ د کیمیاوي برید وسلې ساتل کیږي. متحده ایالاتو ویلي وو چې دغه کیمیاوي برید د سوریې د ولسمشر بشار الاسد ځواکونو ترسره کړی دی.

ترمپ د برید په هکله وویل: «دغه شیطاني او بدمرغه برید میندې، پلرونه، کوچني ماشومان او تنکي ځوانان په داسې درد اخته کړل چې د تنفس له پاره یې هڅه کوله.» ولسمشر ترمپ همدا راز زیاته کړې چې دغه عملونه د انسان کار نه دی. دا د یوه دیو جرمي کارونه دي.

په عین وخت کې له امریکا سره په دې بریدونو کې بریتانیا او فرانسه هم دخیله ده. دغه بریدونه د تیرې اونۍ په ترڅ کې په دوما کې د سوریې د حکومت د شکمن کیمیاوي برید په ځواب کې ترسره شوي دي. په عین وخت کې د سوریې حکومت او د دوی متحد روسیې بیا دغه بریدونه غندلي او دغه کار یې د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول ګڼلي دي.

متحده ایالاتو ویلي چې راتلونکي بریدونه په دې پورې تړلي چې آیا په [سوریه کې] نور کیمیاوي بریدونه ترسره کیږي او که نه، خو ټینګار کوي چې متحده ایالات په دې هیواد کې «تلپاتې شتون» په هڅه کې نه دي.

فرانسه پر سوریې د برید انتخاب ارزوي

د سوریې د کیمیاوي وسلو په شکمن برید کې لسګونه کسان وژل شوي

د ولسمشر ترمپ د خبرو پر مهال، د سوریې په پلازمینه دمشق کې د لوړو چاودنو غږونه اوریدل شوي دي. دغه هوايي بریدونه د سوریې په ځايي وخت سهار شاوخوا ۴ بجې پیل شوي دي چې له امله یې د شرقي دمشق ښار آسمان رنګ نارنجي شوی وو.

په بریتانیا کې میشت د بشري حقونو دڅار سازمان په حواله، دغو هوايي بریدونو په سوریه کې یو شمیر پوځي اډې او همدا راز ساینسي څیړنیز مرکزونه په نخښه کړي دي.

بل لوري ته بیا په متحده ایالاتو کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف ویلي چې «دغه راز اقدامات به بې پایلې پاتې نه شي» او دا چې د دې کار ټول مسوولیت واشنګټن، لندن او پاریس ته متوجه دی.

د سوریې دولتي رسنۍ د دغو بریدونو غندنه کړې او دغه بریدونه یې د «نړیوالو قوانینو بې شرمانه ماتول» او ناکامه یاد کړي دي. دغې سنۍ همدا راز زیاته کړې چې په حمص ښار کې پر پوځي اډې د بریدل پرمهال درې ملکیان ټپیان شوي دي او د ساینسي څیړنیز پر مرکز بریدونو یوازې مادي زیان اړولی دی.

زموږ له آرشیف څخه: