«امريکايي ځواکونه دي د ملکي افغانانو ښه ساتنه وکړي»
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبهد بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د چهارشنبې په ماښام اعلان کړی دی چي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع له وزير جيمز متيس څخه يې غوښتنه کړې ده چي د امريکايي ځواکونو په هوايي بمباريو کي د ملکي افغانانو د ستاني په برخه کي اقدامات وکړي.
دا چي د وسله والو طالبانو او داعش پرضد بريدونو ته زور ورکړل سوی او په دې لاره کي هوايي بمبارۍ گټمني گڼل کيږي، نو د ملکي تلفاتو په برخه کي اندېښنې هم زياتي سوي دي.
د امريکا متحدو ايالاتو د پوځ د معلوماتو له مخي په افغانستان کي د بې پيلوټه او جنگي جټ الوتکو عملیات په سلو کي۴۰ سلنه زيات سوي دي.
د افغان هوايي ځواکونه په عملياتو کي چي د امريکايي ځواکونو له خوا روزل سوي دي هم ملکيان وژل کيږي. د افغانستان هوايي ځواک په ۲۰۱۶م کال کي د۴۰ سلنه ملکي تلفاتو مسئول بلل سوي چي د قربانيانو يو پر دريمه برخه ماشومان او ښځي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان په خبره د تلفاتو دغه شمېر د هوايي عملياتو په برخه کي نيمگړتياوي ښيي. دغه سازمان ويلي دي چي د هوايي عملياتو په برخه کي له سره کتنه د ملکي تلفاتو د مخنيوي له پاره ښه امکان دئ.
په امريکا متحدو ايالاتو کي له اونيو راهيسي د افغانستان د جگړې له پاره پر نوي ستراتيژۍ باندي بحث روان دی، چي يوه موضوع ئې افغانستان ته د په زرونو نورو ځواکونو لېږل ده.
د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چي د افغانستان په اړه وړانديزونو په وروستۍ مرحله کي دي، خو د شريکو هيوادونو ژمنو ته اړتيا ده.
(dpa,AFP/ NZ)