1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي يهودي راهب د مسيحي ـ اسلامي کميټې غړی شو

۱۳۹۸ شهریور ۲۸, پنجشنبه

په واشنګټن کې د عبراني ټولنې مشر راهب، بروس لوستيګ، په واتيکان کې جوړي شوي د کاتوليکي اسلامي کميټې غړيتوب تر لاسه کړ. هدف يې د اديانو تر منځ ديالوګ دی.

https://p.dw.com/p/3PsCX
Symbolbild Christentum Judentum Islam
انځور: picture alliance /Godong/Robert Harding

دغه پرېکړه د کاتوليکي مسيحيانو مشرانو په واتيکان کې د چهارشنبې په ورځ اعلان کړه. د دغه يهودي استازي په مټ اوس اته تنه د دغې کميټې غړيتوب لري. دغه پلاوی د »انساني ورورولۍ عالي کميټه« نوميږي چې په خپله خبره غواړي »د انساني ورورولۍ سند« خپور او عملي کړي.
دغه د تفاهم سند د قاهرې د الازهر پوهنتون لوی امام، شيخ احمد الطيب او د مسيحي کاتوليکانو پاپ، فرانسيس، د فبرورۍ مياشتې پر څلورمه په ابو ظبۍ کې لاسليک کړی وو.
هدف يې د نورو کوچنيو موخو ترڅنګ په ټوله نړۍ کې سوله ايز ګډ ژوند دی.

ياد یهودي راهب څوک دی؟

يهودي راهب بروس لوستيګ ۲۵ کاله د متحده ايالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې خپل روحاني کار مخ ته بيولی دی. هغه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱مې تر پېښې وروسته په لومړي ځل داسې يوه سرمشريزه رابللې وه چې د مسيحيانو، يهودانو او مسلمانانو استازي پکې سره راټول شوي ول.
له دې څخه وروسته يو ګردی مېز هم جوړ شو چې لوستيګ، په واشنګټن کې مسيحي اسقف جان برايزن چېن او په واشنګټن کې د مېتوديست پوهنتون د ابن خلدون د اسلام پوهنې د تدريسي څوکۍ لرونکي، اکبر احمد درو واړو يې مشري کوله.
د مراکش پاچا محمد شپږم يهودی راهب لوستيګ د دينونو تر منځ همکارۍ ته د ودې ورکولو له کبله د وياړ په يوه مډال هم ستايلی دی.

نور غړي څوک دي؟

د ورورولۍ په کميټه کې سربېره پر دوی د پاپ د شورا د اديانو تر منځ د ديالوګ رئيس، لوی اسقف، ميګل انګل آيوسو او يوانس لحظي جيد هم غړيتوب لري چې د پاپ خصوصي سکرټر دی. د الازهر پوهنتون استازيتوب د ياد پوهنتون د رئيس، محمد حسين عبدالعزير حسن او محمود عبدالسلام له خوا کيږي چې قاضي دی او پخوا د لوی امام، الطيب، سلاکار هم وو.
دا چې د ورورولۍ سند په متحده عربی اماراتو کې لاسليک شوی وو، نو د دغه هيواد د کلتور وزير، محمد خليفه المبارک، ليکوال او ژورناليست، ياسر سعيد عبدالله حارب المهيري او سلطان فيصل الخليفه الرميضي چې د مسلمانانو د مشرانو د جرګې عمومي منشي دی، هم د يادې کميټې غړيتوب لري.
دغه کميټه په لومړي ځل د سپتمبر پر يولسمه د پاپ په اصلي مقر، يعنې په واتيکان کې سره راغونډه شوې وه. بله غونډه د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر مياشتې پر شلمه نېټه په نيو يارک کې ټاکل شوې ده. 

Rom, Blick von der Kuppel des Petersdoms auf den Petersplatz (1656-1667, entworfen von Gian Lorenzo Bernini
د دغې کميټې لومړۍ غونډه د واتيکان په ښار کې شوې وه.انځور: picture-alliance/U.Poss

KNA/NS/NZ