1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي رسنۍ: امريکا پر ايران سايبري حمله کړې ده

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

امريکايي رسنيو پر ايران د سايبري حملې خبر ورکړی. ولسمشر دونالد ترمپ هم دغه حمله تائيد کړې. د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو ويلي چې ايران باندې به فشارونه له دغه هيواد سره د مذاکرې د پيليدو تر وخته ادامه ولري.

https://p.dw.com/p/3Kvmh
Symbolbild Cyber Angriff
انځور: Imago/Science Photo Library

واشنګتن پست ورځپاڼه د ځينو سرچينو په حواله چې نومونه يې نه دي ښودلي، ليکي چې د امريکا سايبري حمله له څو اوونيو مخکې څخه پلان شوې وه. د امريکا دفاع وزارت (پنتاګون) دغه حمله روانه مياشت د عمان په اوبو کې د ايران له خوا پر دوو تيل ليږدونکو کښتيو د حملې په ځواب کې ښودلي دي.

واشنګتن پست زياتوي، د امريکا سايبري حمله د دغه هيواد د سايبري امنيت قومندانۍ له خوا ترسره شوې ده. د سرچينې په حواله، دغه حمله د ايران د سپاه پاسداران سازمان د پوځي کنترول سيستم له کاره غورځولی دی خو ځاني تلفات نه لري. متحده ايالات د ايران سپاه پاسداران، د تروريستي سازمانونو په نوملړ کې شامل کړی دی.

د لا ډيرو حملو څخه خبرداری

د رپوټونو په حواله، له دغو حملو څخه يوې يې په ايران کې د توغنديو کنترول کونکي کمپيوټرونه په نخښه کړي دي.

واشنګتن پست ليکي چې د امريکا د امنيت وزارت، د شنبې په ورځ اقتصادي مسئولانو او چارواکو ته خبرداری ورکړ چې ايران د امريکا د انرژي په څير مهمو برخو باندې خپلو سايبري حملو ته زور ورکړی دی. دغه راز خبرداری ورکړل شوی چې ايران په کمپيوټري سيستمونو کې د ګډوډۍ رامنځ ته کولو او يا د هغو د له منځه وړلو بالقوې توان څخه برخمن دی.

د امريکا دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ستاکس نت ويروس

امريکا متحده ايالات، ايران د ستاکس نت پر ويروس د سايبري حملو مسئول پيژني. دا لومړی ځل نه دی چې دغه دوه هيوادونو يو بل پر سايبري حملو تورنوي. 

ايران په ۲۰۱۳م کال کې متحده ايالات او اسرائيل، د ايران اتومی تاسيساتو په کمپيوټرونو کې د اخلال رامنځ ته کولو په موخه، د ستاکس نيت ويروس د توليد مسئول وپيژندل. ستاکس نيت د ايران د يورانيمو د غني کولو په دستګاو کې د زرونو کمپيوټرونو کار مختل کړی وو.

په عين وخت کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپئو ايران تورن کړ چې په هرمز تنګي کې د امريکا کشفي الوتکې د غورځولو په اړه يې ناسم اطلاعات ورکړي.  

پر ايران د فشاورنه ادامه

پمپئو په يوه اعلاميه کې ويلي دی چې امريکا «پرته له کوم شک» دا ثابته کړې چې ايران د دغه هیواد بې پيلوټه کشفي الوتکه د نړيوالو اوبو پر سر ويشتلې ده. هغه د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له خوا هغه خپره شوې نقشه چې د دغې الوتکې د پرواز مسير او د سقوط ځای يې په کې ښودلی، رد کړه او ټينګار يې وکړ چې د ظريف په لاس دغه جوړه شوې نقشه به «واقعيتونه بدل نه کړي».

ایران هم په خپل وار متحده ايالات د دغه هيواد د هوايي حريم پر نقضولو تورن کړي او ويلي يې دي چې د امريکا متحده ايالتونو بې پيلوټه الوتکه د دوی په هوايي حريم کې ويشتل شوې ده.

پمپئو همدا راز ايراني چارواکي پر «دروغ ويلو» تورن کړي چې ويلي يې دي، واشنګتن هڅه کوي تر څو د عمان حکومت په ذريعه ايران د مذاکرې ميز ته کښينوي.

 نوموړي وويل امريکا به يوازې هغه وخت له ایران سره مذاکره وکړي چې «مناسب وخت» يې ورسيږي. پمپئو همدا ډول ټينګار وکړ، تر هغه وخته چې ايران مذاکراتو ته آماده کيږي امريکا به خپلو فشارونه نور هم زياتوي.

د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزير په ادامه کې ويلي، د دغه هيواد ولسمشر دونالد ترمپ «ايران سره د مذاکراتو له پاره» د عمان له طريقه دغه هيواد ته کوم پيغام نه دی استولی. هغه په دې اړه وويل: «موږ خپل دريځ واضح او روښانه کړی دی. موږ هغه وخت ايران سره مذاکره کوو چې مناسب وخت يې ورسيږي.»

DW/The Washington Post/ mks/ns