امريکا په یمن کي اوربند غواړي
۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبهد امريکا متحده ايالاتو خارجه وزیر مایک پمپیو ویلي دي چي د حوثي یاغیانو تر کنټرول لاندي سیمو څخه دي پر سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو باندي د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند سي.
د امریکا ددفاع وزیر جیمز متیس هم په واشنگټن کي د یوې کنگرې پرمهال ویلي دي چي اوس د سولي راوستلو کوښښونه لازم دي: «موږ غواړو ټوله اړخونه د اوربند په چوکاټ کي د مذاکراتو پر میز سره ووینو». د ده په نظر سعودي عربستان او متحده عربي امارات چي د یمن په شخړه کي دخیل دي، دې کارته تیار دي.
متیس همدارنگه وویل، چي د سعودي عربستان په مشرتوب ائتلاف هم باید په یمن کي پر ټولو ملکيانو باندي خپل هوايي بریدونه بند کړي.
پمپیو بیا ددې غوښتنه هم وکړه چي د ملگرو ملتو د ځانگړي استازي مارتین گریفیت په مشرتوب دي په نوامبر میاشت کي په یوه دریم هیواد کي اساسي مشورې پیل سي، ترڅو ددغه بحران پر اساسي مشکلاتو او په سرحدونو کي د غیر نظامي ساحو پر رامنځته کولو باندي معامله وسي. سربیره پردې باید پر دې باندي هم سلا مشورې وسي چي څنگه تر بين المللي نظارت لاندي درنې وسلې راټولي سي.
څلور کاله کورنی جنگ
په یمن کي له ۲۰۱۴م کال راهیسي د ایران په ملاتړ د شیعه حوثي یاغیانو او د سعودي عربستان او نورو عربي هیوادونو په ملاتړ جمهوررئيس عبد ربه منصور هادي، تر منځ جنگونه روان دي. امريکا متحده ايالات د سعودي عربستان نژدې متحد دی.
په دغه جنگ کي د ملگرو ملتونو د اټکلونو پراساس تر۲۸۰۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي چي په منځ کي یې تقریباً۱۰۰۰۰ ملکیان شامل دي. بشري حالت هم هلته ډیر خراب دی: ملگرو ملتونو همدا لږ وخت دمخه خبرداری ورکړی ؤ، چي تر ۱۴ ميلیونو پوري انسانان د لوږي له خطر سره مخامخ دي.
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 23.01.2018)