1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا په سوريه کې خپل ميشت عسکر عراق ته ليږي

۱۳۹۸ مهر ۲۸, یکشنبه

د امريکا دفاع وزير مارک سپر وايي چې د سورېې له شماله په شا شوي امريکايي ځواکونه به تر دې وروسته د عراق لويديځ ته استوي. تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي وو چې دغه امريکايي سرتيري به امريکا ته ليږدوي.

https://p.dw.com/p/3RawZ
USA Mark Esper
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Rycroft

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزير وويل، هغه شاوخوا زر تنه امريکايي سرتيري چې د سورېې په شمال کې ميشت ول ټول به د عراق لويديځ ته وليږدول شي. مارک سپر ويلي دي چې د دغه اقدام څخه موخه په عراق کې د ثبات ټينګښت، په دغه هيواد کې د ایران د نفوذ او د «اسلامي دولت» يا داعش جنګياليو پر وړاندې د مبارزې ادامه ده.

د سوريې له شماله د عراق لويديځ ته د يادو امريکايي سرتيرو د ليږد خبر، رويټرز خبري آژانس د يکشنبې (د اکتوبر ۲۰مه) په ورځ ورکړ.

د امريکا دفاع وزير ويلي دي چې د عراق لويديځ ته د دغو امريکايي ځواکونو ليږدول د يوې يا دوې ورځو کار نه دی، بلکې کيدای شي څو اوونۍ وخت ونيسي. هغه چې خبريالانو سره غږيده وويل: «خبره د اوونيو ده نه د ورځو.» د مارک سپر په وينا، په سوريه کې ميشت امريکايي سرتيري به په الوتکو او پوځي موټرو کې له سورېې څخه ووځي.

هغه ويلي دي چې عراقي چارواکو سره يې له سوريې څخه عراق ته د نورو امريکايي ځواکونو د استولو پر سر خبرې کړې دي.

د امريکا دفاع وزير د سورېې له شماله د عراق لويديځ ته د امريکايي ځواکونو د انتقال خبره په داسې حال کې کوي چې تر دې وړاندې ترمپ ويلي وو چې غواړي امريکايي ځواکونه نور يوه «نه پای درلودونکې جګړې» پريږدي او امريکا ته يې راوګرځوي.

امريکا متحده ايالات حاضر دمه په عراق کې ۵۰۰۰ سرتيري لري چې په دې ترتيب به ۱۰۰۰ تنه نور هم پرې ورزيات شي.

خو د دغو ټولو سره سره، د امريکا د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي خبريالانو ته ويلي دي چې تر اوسه له وختي ده او کيدای شي په دې اړه د امريکا تصميم تغيير وکړي.