1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا منځني ختيځ ته د نورو ځواکونو پر استولو غور کوي

۱۳۹۸ آذر ۱۵, جمعه

امريکا د ايران د ګواښونو سره د مبارزې په موخه، منځني ختيځ ته د پنځو تر اوو زرو نورو عسکرو د استولو پر موضوع فکر کوي. تر دې وړاندې سيمې ته د ۱۴زره سرتيرو د استولو خبره شوې وه، کومه چې د امریکايي چارواکو له خوا رد شوې وه.

https://p.dw.com/p/3UIuy
Irak US-Soldaten in Qayyarah
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Drobnjakovic

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ايران توغندويز پروګرام او په منځني ختيځ کې د دغه هيواد فعاليتونه، کوم چې امريکا متحده ايالات او متحدان يې «مخرب» بولي، له هغو دلايلو څخه دي چې د امريکايي چارواکو انديښنې ېې راپورته کړي دي. په همدې هکله په راتلونکو ورځو کې په سيمه کې د امريکا د پوځي حضور پر ډيريدو باندې يو لړ ارزونې مطرح شوې وې.

د فرانسې خبري آژانس د جمعې په ورځ (د دسامبر ۶مه) د يو رپوټ په خپرولو، سيمې ته د زرونو نوو امريکايي سرتيرو د استولو له احتمال څخه خبر ورکړ.

يوه امريکايي چارواکي چې د خپل نوم له ښوولو څخه يې ډډه کړې، د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې پنتاګون حاضردمه منځني ختيځ ته د نورو پوځي ځواکونو پر استولو باندې غور کوي. د دغه رپوټ له مخې، متحده ايالات په پام کې لرې له پنځو تر اوو زرو پورې نوي عسکر منځني ختيځ ته واستوي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا، پر تيل وړونکو کښتيو باندې د حملې او د سپتمبر په ۱۴مه د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو تر بريدونو وروسته په سيمه کې د خپلو عسکرو شمير ډير کړ دی.

نيويارک ټايمز له خوا د چهارشنبې په ورځ خپور شوي رپوټ کې د ورستيو مياشتو په دننه کې سيمې ته د استول شوو امريکايي سرتيرو شمير ۱۴ زره ښودل شوی وو.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې زياته کړې چې په سيمه کې د امريکا د پوځي حضور تقويه کيدل، ايران پورې اړوند هغو ګواښونو په غبرګون کې ترسره کيږي چې په سيمه کې د امريکا او د هغه د متحدانو ګټي ګواښي. 

دغه امریکايي چارواکي منځني ختيځ ته د نوو امريکايي ځواکونو د استولو وخت ونه ښود. وال ستريټ ژورنال تر دې وړاندې دغې سيمې ته د ۱۴ زرو نوو امريکايي سرتيرو د استولو د احتمال څخه خبر ورکړی وو.

د امريکا د دفاع وزارت مرستيال جان رود، د استازو مجلس ته په خپلې وينا کې په سیمه کې د ايران د اقداماتو په اړه د امریکا اندييښنو ته اشاره وکړه.

رود وويل: «موږ په دقت سره په سيمه کې د ايران ګواښونه چې زموږ او زموږ د متحدینو ګټو ته متوجه دي، څارو. موږ په داسې يو وضعيت کې يو چې د اړتيا په صورت کې به حالاتو ته په کتو خپل پوځي حضور ته ډير ژر بدلون ورکړو.»

جان رود په عين حال کې د اول ستريت ژورنال هغه رپوټ چې امريکا متحده ايالات منځني ختيځ ته ۱۴ زره نوي ځواکونه استوي، رد کړ. دغه خبر تر دې وړاندې د دفاع وزارت د وياند له خوا هم رد شوی وو.