امريکا متحده ايالات ولي ترکيې ته جنگي جټ الوتکي نه لېږي؟
۱۳۹۸ تیر ۲۷, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو حکومت د ترکیې له خوا د روسي دافع هوا سیستم د رانیولو له کبله دغه هیوا د F-35 ډوله جنګي الوتکو له پروګرام څخه ایستلی دی. دغه خبر د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ورکړی دی.
د متحده ایالاتو پر خبرداري سربیره ترکیې د تیرې جمعې په ورځ له روسیې څخه د S-400 ډوله توغندیو دفاعي سیستم لومړۍ برخې تر لاسه کړې او په دې سره د ناټو دغه غړي هیواد د امريکا له لوري د ټاکل شوي سرې کرښې څخه پښه واړوله.
د متحده ایالاتو حکومت اندیښنه لري چې که چيري د روسیې دغه S-400 ډوله دفاعي سیستم F-35 جنګي جټ الوتکي په هوا کي کشف کړي، کولای شي چي د دغو الوتکو پټ معلومات تر لاسه کړي.
له دې کبله متحده ایالات غواړي چې د پخواني پلانونو برعکس اوس ترکیې ته دغه جنګي الوتکې ور نه کړي. د F-35 ډوله الوتکو له پاره د ترکي پیلوټانو روزولو پروګرام لا تر مخه لغوه شوی دی.
د ترکیې له پاره د واشنګټن پریکړه ښایي د دې سبب شي چې دغه هیواد روسیې ته یو قدم نور هم ورنزدې شي، لږ تر لږه د پوځي تخنیک په برخه کې.
مسکو ویلي دي چې چمتو دی چې د ناټو پر غړي هیواد باندې روسۍ جنګي جټ الوتکو وپلوري. روسیه له یوې مودې راهیسې په نړیواله کچه خپلې وسلې د امریکایي وسلو د بدیل په توګه وړاندې کوي.
زموږ له آرشیف څخه: