امريکا ـ د عدليې وزير د پناه غوښتنې شرايط سخت کړل
۱۳۹۷ خرداد ۲۲, سهشنبهامريکا متحد ايالات به تر دې وروسته کورنی تاوتريخوالی او د مجرمو ډلو څخه تېښته د پناه غوښتنې د لاملونو په توګه ونه پېژني. د عدلي چارو وزير جېف سيشنس د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۱۱مه) اړونده قواعد بدل کړل.
سېشنس وويل: «زما په فکر دغه د قانون سم تفسير دی.» هغه وويل چي دغه پرېکړه يې په عجله کي نه ده کړې، بلکي دغه موضوع يې ډېره څېړلې ده. نوموړي زياته کړه چي د دغه بدلون له لاري د مهاجرت او پناه غوښتنې اصول بېرته هغه «روغ» حالت ته راوګرځېدل. دغه وزير وويل چي تر يادو بدلونونو وروسته به د پناه غوښتني هغه ۷۰۰ زره دوسيې چي د فيصله کېدو په انتظار دي، کارونه به يې چټک سي.
د نوو تغيراتو له کبله به تر دې وروسته چي هر څوک په امريکا متحدو ايالاتو کي د پناه غوښتنه کوي دا به ثابتوي چي د ايتنيکي يا قومي، ديني، ملي او يا سياسي دلايلو پر اساس تېښتي ته مجبور سوي دي.
مهاجرين بېره لري چي په امريکا متحدو ايالاتو کي به د نوو قواعدو له کبله، په زياته بيا پناه غوښتونکي مېرمنې او ماشومان له سختيو سره مخامخ سي. په دې ترڅ کي د امريکايي مهاجرت شورا دغه نوې پرېکړه يوه بله هڅه بللې چي د پناه غوښتونکو په وړاندي دروازې وتړل سي.