1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا عراق ته د عسکرو د رايستلو په اړه اشتباهي ليک لېږلی

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

د يوه امريکايي جنرال يوه ليک په واشنگټن کې يو څه گډوډي رامنځته کړې ده. په دې ليک کې له عراق څخه د امريکايي ځواکونو اخراج ته د چمتوالي نيولو خبره شوې وه. خو پنتاگون د يوې سهوې خبره کوي.

https://p.dw.com/p/3VoCs
Irak Al Asad Air Base US Soldaten
انځور: picture-alliance/Zuma/U.S. Army

د امريکا متحده ايالاتو حکومت له عراق څخه د امريکايي ځواکونو د احتمالي اخراج په اړه رپوټونه په کلکه رد کړي دي. د دفاع وزير مارک اسپر ټينگار وکړ: «له عراق څخه د وتلو په هلکه هیڅ پريکړه نه ده شوې.» هغه زياته کړې چې متحده ایالات اوس هم له خپلو متحدينو او شريکانو سره په گډه هلته [عراق کې] د داعش د ترهگرو مليشو پر ضد مبارزې له پاره ژمن دي.

تر دې د مخه په عراق کې د امريکا د پوځي عملياتو مشر ډگر جنرال ويليم سيلي، د عراق پوځي مشرتابه ته په يوه ليک کې د ځواکونو د ايستلو په موخه د عسکرو د تحرکاتو په اړه خبر ورکړی وو.

په دې خط کې ليکل شوي ول: «موږ ستاسې خپلواکه پريکړې ته په درناوي سره د خپلو عسکرو د ايستلو له پاره چمتووالی نيسو.» په ليک کې راغلي ول چې امريکايي پوځ به په دې موخه په راتلونکو ورځو او اوونيو کې خپل ځواکونه له نوي سره ځای پر ځای کړي.

«ناسم اظهارات»

د امريکا متحده ايالات, لوی درستيز مارک ميلي، بيا وروسته وويل چې ليک که څه هم چې اصلي او ريښتنی دی خو سهوتاً یې عموميت موندلی. هغه زياته کړه چې دا سند هغه مسوده وه چې لا لاسليک شوې نه وه او په اصل کې یې بايد د ځواکونو د حمل او نقل د زياتېدو په اړه معلومات ورکړي وای.

میلي زياته کړه: «دا چې د ليک د څرگندونو مقصد سم نه وو افاده شوی، نو د عسکرو د اخراج مفهوم ترې اخيستل شوی. داسې څه به ونه شي [له عراقه د امريکايي ځواکونو وتل].»

امريکا په عراق کې څه نا څه ۵۰۰۰ عسکر مستقر کړي دي چې زياته برخه یې د داعش پر وړاندې د مبارزې د نړيوال ائتلاف برخه ده.

US-Militär General Mark Milley
د امريکا لوی درستیز جنرال مارک میليانځور: Getty Images/C. Somodevilla

د عراق پارلمان د يکشنبې په ورځ له خپل حکومت څخه د ټولو بهرنيو عسکرو د ايستلو غوښتنه وکړه. سربیره پر دې دا هم وغوښتل شول چې بهرني ځواکونه په راتلونکي کې د عراق د هوايي قلمرو د استعمالولو اجازه هم بايد ونه لري. پارلمان دا پريکړه د امريکا متحده ایالاتو د هغه هوايي بريد په ځواب کې وکړه چې د جمعې په ورځ پکې د ايران د القدس ځواکونو مشر قاسم سليماني ووژل شو.

آلمان د خپلو عسکرو شمېر کموي

آلمان به د امنيتي دلایلو پر اساس په عراق کې د خپلو عسکرو شمير کم کړي. د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس او د دفاع وزیرې اناگريت کرمپ کارنباور د دوشنبې په ماښام وویل چې دا کار د داعش پر وړاندې د نړيوال ائتلاف د قوماندان په لارښوونه کیږي. زياته شوې چې په ځانگړي توگه به په بغداد او التاخي کې د عسکرو شمير کم کړای شي او ډېر ژر به له دغه ځايونو څخه عسکر اردن او کويت ته انتقال کړل شي. کله چې د عراقي عسکرو روزنه بيرته پیل شي نو هغه وخت به بيا آلماني عسکر هم بيرته بغداد ته انتقال کړل شي.

آلمان د داعش پرضد ائتلاف سره د عسکرو د روزنې او همدا راز د تورنادو په نوم اکتشافي الوتکو په ورکړې سره مرسته کوي.

bs/nz (afp, dpa, rtr)