1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا دي تر وتلو دمخه افغان ځواک سمبال کړي

۱۳۹۱ شهریور ۲۹, چهارشنبه

يو شمېر افغان کارپوهان پر امریکا ږغ کوي چي له افغانستان څخه تر وتلو دمخه بايد د دغه هيواد امنیتي ځواک پر خپلو پښو و دروي.

https://p.dw.com/p/16BVR
انځور: picture-alliance/dpa

دا په داسي حال کي ده چي د بهرنیو او افغان ځواکونو د همکاریو لړۍ د افغان عسکرو له خوا پر خپلو بهرنیو همکارانو باندي تر بریدونو وروسته زیانمنه شوې ده.

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۸) ناټو اعلام وکړ چي له افغان امنيتي ځواک سره به په گډه گزمې نه کوي.ناټو وايي دا گام ئې د خپلو سرتیرو د خوندي توب له پاره اخيستی دئ ډول او دا د پالیسۍ د بدلون معنی نه لري.

خو افغان کارپوهان وايي، چي که د کورنیو ځواکونو په تجهیز کي له خنډه کار واخیستل شي ډیر امکان شته چي افغانستان يو وار بیا د زور پالو لاس ته ورشي او هغه په ميلیاردونو ډالر له خاورو سره خاوري شي چي په تیرو لسو کلونو کي له افغانستان سره په بنسټيزو برخو کي مرسته شوي دي.

ویل کیږي چي د امریکا متحده ایالت غواړي چي خپل یوه اندازه جنگي تجهیزات د منځنۍ اسیا پر هیوادونو باندي وپلوري او تر څنگ ئې خپل ډیر پوځي تجهیزات د پاکستان له لاري بیرته خپلو مرکزونو ته واستوي.

د افغانستان دولسي جرگې غړی عبدالرحمان ایوبي وایي، که چیري افغان ځواکونه د سیمي هيوادونو د سرتيرو په انډول سمبال نه شي دا به ناورین رامنځ ته کړي.

د ښاغلي ایوبي په وینا د افغان ځواکونو نه سمبالتیا به د نویمي لسیزي هغه تیروتنه تکرار کړي چي امریکا په افغانستان کي د مجاهدینو تر بریاليتوب وروسته تکرار کړه او دغه وطن ئې یوازي پریښود:

«هغوی باید د افغانستان نظامي قواووي وروزي، هغوی ته دي لازم تجهیزات ورکول شي، چي د تروریزم پر ضد جنگ کي ئې وکاروي او د خپلي خاوري د ساتلو له پاره ئې اړین دي.»

یوه پولیس سرتیري چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخیستل شي او خپل عمر۲۵ کاله ښيي دویچه ویله ته وویل، چي وسله ئې ډیره زړه ده او په خبره ئې ښايي د ده همزولې وي.

دغه پولیس وایي اردو او پولیس سمو وسلو ته اړتیا لري: «که موږ ته سم امکانات برابر وي هره ډول وسله ولرو، زه په پوره صداقت سره وایم چي خپله دنده به په سمه توگه پرمخ بوزو او د امنیت په برخه کي به د خلکو ارمانونه پوره کړو.»

د پوځي چارو کارپوهان وايي، چي افغان امنيتي ځواک بايد لږ تر لږه داسي سمبال وي لکه د سیمي د نورو هيوادونو لښکر چي سمبال دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل