1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د مکسيکويي کډوالو شمېر خپل اوج ته رسیدلی

۱۳۹۷ اسفند ۱۵, چهارشنبه

د امريکا سرحدي پوليسو په حواله د منځنۍ امريکا په کډوالو کې چې د سرحد پر سر نيول کيږي، مخ پر زياتيدونکي توگه کورنۍ او آن بې سرپرسته ماشومان شامل دي. دا احصايه کيدای شي د ترمپ د ديوال جوړولو له پلانونو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/3EX16
USA Verhaftung von Migranten an der Grenze zu Mexiko
انځور: Getty Images/AFP/J.C. Aguilar

د منځنۍ امريکا  څخه د راتلونکو هغو کډوالو شمېرو شمير چې په غير قانوني توگه د مکسيکو له سرحده امريکا ته داخليږي، ډير لوړ شوی دی. د امريکا د سرحدي پوليسو په حواله د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې تقريباً ۷۶۱۰۰ کډوال د امريکا په خاوره کې نيول شوي دي. دا د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر مياشتې راهيسې د کډوالو تر ټولو لوړ شمېر دی. له دې کډوالو څخه يې ۶۸۰۰ هغه وه چې لا قانوني سن ته نه دي رسيدلي.

له اکتوبر راهيسې ۱۳۰۰۰۰ کورنۍ نيول شوي

زياتره دا کډوال له گواتېمالا، هاندوراس او السلوادور څخه دي او په سترو ډلو کې سفر کوي: په تېرو مياشتو کې کابو ۷۰ ډلې وي چې په هره يوه کېیې له سلو ډير کسان شامل ول.

په واشنگټن کې د امريکا د سرحدي ساتونکو مشر کيون مک الينان وويل چې مخ پر زياتېدونکي توگه پر سرحد کورنۍ چې هڅه کوي په غير قانوني توگه امریکا ته داخلې شي، نيول کيږي. هغه وويل چې له اکتوبر مياشتې راهيسې د منځنۍ امريکا د دغو دريو هېوادونو سره تړاو لرونکې تر ۱۳۰ زرو زياتې کورنۍ نيول شوي دي. مخکې به زياتره يوازې نارينه نيول کيدل.

Kevin K. McAleenan
د امريکا د گمرک او سرحد ساتنې ادارې مشر کيون مک الينانانځور: picture-alliance/AP Photo/S. Walsh

مک الينان د «ملي امنيت» د بحران او همدا راز د «يوه بشري بحران» څخه خبره وکړه. د نوموړي په حواله د سرحدي پوليسو په توقيف ځای کې د دوو مهاجرو ماشومانو تر مړينې وروسته د گمرک او پولې ساتنې ادارې دغلته طبي معاينات نور هم زيات کړي دي.  همدا راز د تيکساس په الپاسو کې  به يو نوی مرکز جوړ شي څو  کورنيو او ماشومانو ته روغتيايي او نورې مرستې په ښه شان سره ورسيږي. خو مک الينان همدا راز په دغه مرکز کې د نوم ثبتولو د کلکو مقرراتو اعلان هم وکړ.

د مکسيکو سره پر سرحد بشري بحران؟

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي د غير قانوني مهاجرت د مخنيوي له پاره د مکسيکو سره پر سرحد يو ديوال جوړ کړي. د دې لانجمنې پروژې د عملي کولو له پاره نوموړي په فيبرورۍ مياشت کې اضطراري حالت اعلان کړ. علت یې دا وو چې کانگرس د نوموړي د پلان له پاره وړاندیز شوې بودجه تصويب نه کړه. د څارونکو په حواله دا نوې شمېرې ښايي له ولسمشر ترمپ سره د دې په ثابتولو کې مرسته وکړي چې دغه هېواد د مکسيکو سره پر سرحد په رښتيا له يوه «ملي اضطراري حالت» سره مخامخ دی که څه هم چې دا تر هر څه دمخه يو بشري بحران دی او پر سرحد  یې د امنيتي تدابيرو نشتوالی علت نه دی.