1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ايران پر ضد يوه «نړيوال ائتلاف» په لټه کې ده

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير مايک پومپيو سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته سفر کوي، څو دا خبره ډاډمنه کړي چې د ايران پرضد «ستراتيژيک ائتلاف» لري.

https://p.dw.com/p/3KyIv
USA Polen Donald Trump mit Andrzej Duda im Weißen Haus
انځور: picture-alliance/Newscom

مايک پومپيو د يکشنبې په ورځ وويل چې هغه به له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره د خبرو په ترڅ کې د ايران له خوا د امريکا متحده ایالاتو د بې پېلوټه الوتکې تر ويشتلو وروسته د يوه «نړيوال ائتلاف» د رامنځته کولو هڅه وکړي.

پومپيو وويل: «موږ به له هغوی سره خبرې وکړو څو دا خبره ډاډمنه کړو چې موږ په ستراتيژيکه توگه متحد يوو او څرنگه د ایران پر ضد يو نړيوال ائتلاف رامنځته کولی شو.»

نوموړي زياته کړه چې هغه به د هند پر لاره دوو نورو هيوادونو ته هم ولاړ شي. پومپيو د سې شنبې په ورځ هند ته ځي. 

هغه وويل چې له سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو سره به يې د خبرو هدف دا وي چې پر ایران د ترهگرۍ او اتومي وسلو پروگرام د تمويل لاري وتړل شي.»

امريکا خبرو ته چمتو ده

پومپيو تر دې دمخه د ولسمشر دونالد ترمپ هغه خبره تکرار کړه چې امريکا د ترنگلتيا د له منځه وړولو په موخه له ایران سره پرته له مخکنيو شرطونو مذاکراتو ته چمتو ده.

د ايران او امريکا ترمنځ وضعيت له هغه راهيسې ترينگلی شوی چې ترمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه هيواد سره نړيوال اتومي تړون په يو اړخيزه توگه لغوه اعلان کړ او د اقتصادي بندیزونو له لارې یې پري فشار پېل کړ.

امريکا په پام کې لري د دوشنبې په ورځ (د جون ۲۴مه) پر ایران نور بندیزونه هم اعلان کړي.

خو ترمپ دې ته هم اشاره کړې ده چې هغه چمتو دی چې د ايران د ناوړه اقتصادي وضعيت د پياوړي کولو له پاره يو توافق وکړي.

ترمپ ويلي دي: «زه فکر کوم هغوی [ایران] غواړي مذاکرات وکړي. او فکر کوم چې يو توافق هم غواړي. خو زما تړون اتومي دی. يعني دوی به د اتومي وسلو درلودو ته لومړيتوب ور نه کړي.»

د IRIB په نوم دولتي خبري آژانس د بهرنيو چارو وزارت د وياند عباس موسوي په حواله ويلي دي چې ايران د امريکا متحده ایالاتو د نويو بندیزونو خبره رد کړې ده او ويلي یې دي چې «دا يوازې تبليغات او پروپاگند دی، ځکه ټول بندیزونه لگول شوي او نور کوم پاته نه دي.»

bs/nz (AFP, AP)