1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا تر زرو ډيرو چينايي محصلانو ويزې لغوه کړي

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې له يوې اوونۍ راهيسې يې د تر زرو ډيرو چينايي محصلانو ويزې لغوه کړی دي. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په می مياشت کې اعلان کړی وو چې د ځينو چینایانو له پاره د زده کړو شرايطو محدودوي.

https://p.dw.com/p/3iH10
New York Columbia Universität Chinesische Absolventen
انځور: Imago/Xinhua

ترمپ په می مياشت کې اعلان کړی وو چې په امريکا کې به د ځينو چينايي محصلانو او څيړونکو له پاره د زده کړو شرایط محدود کړي. تر هغې وروسته دا لومړی ځل دی چې د امريکا حکومت د چینايي محصلانو د ويزو د لغوه کولو په اړه رسمي شميرې خپروي.

ترمپ په می مياشت کې ويلي وو چې په امريکا کې چينايي محصلانو ته د زده کړې شرایط په دې دليل محدودوي چې د امريکا حساسه تکنالوژي او د زده کړو املاکونه د چينايي محصلانو له خوا د خپلو زده کړو د ترلاسه کولو له پاره کارول کيږي.

امريکا همدا رنګه ويلي چې چين هڅه کوي په امريکايي پوهنتونونو کې د کرونا ويروس اړوند روانې څيړنې زیانمنې کړي او تر څنګ يې د چين پر حکومت د جاسوسۍ تورونه هم لګولي دي.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي دي: «موږ د هغو چینايي محصلانو او پوهانو راتگ ته هرکلی کوو چې د چين کمونيست ګوند د پوځي سلطې د اهدافو له پاره کار نه کوي.»

وياند زياته کړې چې د چينايي محصلانو د ويزو د لغوه کولو د حکم له مخې، د چینايي محصلانو يوې کوچنۍ برخه تر پوښښ لاندې راځي. پر وينا يې په دغه حکم کې يوازې هغه ډير لږ شمير فارغ شوي محصلان او څيړونکي راځي چې د لوړ خطر درلودونکي دي.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه ډیر وضاحت نه دی ورکړی چې د کومو افرادو ویزې يې لغوه کړي دي. خو په امريکايي پوهنتونو کې ګڼ شمیر چینايي محصلانو د چهارشنبې په ورځ رويټرز خبري آژانس ته ويلي وو چې دوی د خپلو ويزو د لغوه کیدو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي. د ويلو ده چې چینايي محصلان، د امريکايي پوهنتونو له پاره يوه لويه عایداتي سرچينه هم ده.

په ۲۰۱۸-۱۹ م کال کې، نژدې ۳۷۰ زره چينايي محصلان د امریکا په پوهنتونو کې شامل شوي ول چې په مجموع کې يې د فيس او نورو لګښتونو له بابته نژدې ۱۴ ميليارډه ډالر تحويل کړې ول.

دويچه وله ا/م.ک.ص./ب.ص.