1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اماني الخطاطبه څنګه مسلمانو نجونو ته جرئت ورکوي؟

۱۳۹۸ دی ۲۷, جمعه

هغه نن سبا په ټوله نړۍ کې سفرونه کوي او له مهمو کسانو سره ويني. خو د يولسم سپتمبر د بريدونو پر مهال اماني يوه وړه نجلۍ وه چې له خپل کور څخه يې يو انترنېټي ويبلاګ چلاوه.

https://p.dw.com/p/3WLtQ
USA l Chefredakteurin von MuslimGirl.com - Amani Al-Khatahtbeh
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Leshner

اماني الخطاطبه د خپل ويبلاګ له لارې له نورو مسلمانو نجونو سره په تماس کې وه او د منفي تصوراتو په وړاندې يې مبارزه کوله. د هغې په خبره په هغه وخت کې به يې په رسنيو کې يوازې داسې سړي ليدل چې نارنجي کالي به يې اغوستي ول او کومو چې د هغې د پلار په څېر قوارې لرلې يا دا چې مسلمانې ښځې به يې ليدلې چې ډېرې غلې، خو کړېدلې معلومېدې.
اماني الخطاطبه وايي چې «د دغسې سرټکو په ليدلو سره چې زموږ څخه يې نمايندګي نه کوله، د نورو ځوانانو په څېر ما هم ټولنيزو رسنيو ته مخه کړه.» د هغې په خبره «ما پرېکړه وکړه چې خپله يوه صفحه جوړه کړم او له دې لارې له نورو سره خبرې اترې پيل کړم.»

د خپل ځان او خپل هويت په لټه

لس کاله وروسته، د هغې MuslimGirl.com يعنې د مسلمانې نجلۍ په نوم ويبپاڼه يوه پرليکه يا آنلاين مجله جوړه شوې ده چې مخاطبين يې په ټوله نړې کې دي. په دغه مجله کې داسې ليکلنې راغلې دي چې د يوې حجاب لرونکې ښځې په توګه د کيک بوکسينګ پر وخت سړی څرنګه يو احساس لري، يا دا چې د ښايست او سينګار وړانديزونه پکې کيږي او داسې کيسې پکې هم خپريږي چې ځوانې پېغلې څنګه د اسلام ضد احساساتو پر وړاندې مبارزه کوي.
تېر کال دغه سايت چې په اوو ډالرو يې پېرلی و، څه باندې دوه ميليونه کتونکي او کارونکي درلودل. د تکنالوژۍ د برخې مخکښې، اماني الخطاطبه، د متحده ايالاتو په نيوجرسي کې د هغې د کورنۍ د کمپيوټري لوبو په پلورنځي کې وويل چې دغه صفحه «د مسلمانو ښځو د غږونو د اورېدو تر ټولو ستر انګليسي ژبی پلېټ فارم دی.» اماني اوس ۲۷ کلنه ده او وايي چې «زموږ هدف دا دی چې خپل هويت بېرته وغواړو.»

له اسلام څخه استازيتوب

اماني نهه کلنه وه کله چې الوتکې په نيو يارک کې د سوداګرۍ له نړيوال مرکز سره وجنګېدې او د يولسم سپتمبر بريد تر سره شو. د هغې پلار چې د اردن دی، هغه مهال ويلي ول چې «دوی به يې پړه پر موږ واچوي.» د دغې پېښې په پايله کې له هغې سره توپيري چلن پيل شو.
ځينو خلکو د هغې کور په هګيو وويشت او د هغې د مور د موټر ټايرونه يې څيري کړل. د دوی کورنۍ داسې تر فشار لاندې راغله چې پلار يې د يوې مودې له پاره بېرته اردن ته ستون شو. سره له دې چې اماني ځان د متحده آيالاتو د نيوجرسي يوه عادي نجلۍ بولي، خو يوازې په اردن کې يې خپلې ريښې او خپل اصل بيا وموند.
هغې عربي ژبه زده کړه او د منځني ختيځ خواړه او مېلمه پالنه يې خوښه شوه. کله چې د امريکا متحده آيالاتو ته ستنه شوه، نو پوړنی يا ټيکری يې هم په سر کړ څو د مسلمانانو ضد احساساتو پر ضد دريځ غوره کړي. د هغې په خبره «ما ډېر دوستان له لاسه ورکړل او خلکو راسره بل ډول چلن پيل کړ.» خو هغه خپله هم د خپل دين يوه سفيره يا استازې جوړه شوې ده. محصلين او معلمان يې اوس ورڅخه په پر له پسې توګه د قرآن شريف او اسلام په هکله پوښتنې کوي.

USA l Chefredakteurin von MuslimGirl.com - Amani Al-Khatahtbeh
اماني الخطاطبه، د مسلمانو نجونو د يوې آنلاين مجلې چلوونکې او مسئوله مديره دهانځور: Getty Images for Teen Vogue/R. Murray

AP-ns/nz