1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امانويل ماکرون په یو دولتي سفر برلین ته رسېدلی

۱۴۰۳ خرداد ۶, یکشنبه

د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د می ۲۶مه) برلین ته ورسید. دا په تېرو ۲۴ کلونو کې آلمان ته د فرانسې د ولسمشر لومړنی «ستیت ویزیت» یا دولتی سفر دی. ماکرون سره مېرمن، برېژيت ماکرون هم مله ده.

https://p.dw.com/p/4gIQS
د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون له خپلې مېرمنې بريژيت ماکرون سره د می په ۲۶مه په برلین کې
د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون له خپلې مېرمنې بريژيت ماکرون سره د می په ۲۶مه په برلین کېانځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

که څه هم امانويل ماکرون په پرله پسې توګه برلین ته سفرونه کوي، خو په تېرو ۲۴ کلونو کې دا برلین ته د فرانسې د یو ولسمشر لومړنی دولتي سفر دی. تر دې مخکې د فرانسې پخواني ولسمشر، ژاک شيراک، په ۲۰۰۰ميلادي کال کې برلین ته دا ډول سفر کړی وو.

د جګړې راوروسته دور کې برلین ته د فرانسې لومړنی دولتی سفر په ۱۹۶۲ کې د هغه وخت ولسمشر، شارل دوګل، کړی وو، چې تر هغه وروسته د ماکرون ننۍ سفر برلین ته د فرانسې شپږم دولتی سفر کیږي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله، ماکرون خپل دغه درې ورځنی سفر چې په کې به څلور توقفونه ولري، د برلین په یوه هوايي ډګر کې د هغه د طیارې په ناستې سره پیل شو. له هغه سره په دغه سفر کې ېې مېرمن برېژيت ماکرون هم مله ده.

ماکرون خپل دغه درې ورځنی سفر چې په کې به څلور توقفونه ولري، د برلین په یوه هوايي ډګر کې د هغه د طیارې په ناستې سره پیل شو
ماکرون خپل دغه درې ورځنی سفر چې په کې به څلور توقفونه ولري، د برلین په یوه هوايي ډګر کې د هغه د طیارې په ناستې سره پیل شوانځور: Christophe Gateau/dpa/picture alliance

دغه سفر د برلین او پاریس تر منځ د سیاسی اختلافاتو په منځ کې کیږي، خو تمه ښودل شوې چې دا به د دوی ترمنځ د وروستيو اختلافاتو په هوارولو او د اړېکو په لاپیاوړولو کې مرسته وکړي.

یاد آژانس زیاتوي چې ماکرون به د اروپايي اتحادېې دغو دوو کلیدي هېوادونو تر منځ تر جګړې وروسته تاريخي ارزښتونو باندې ټینګار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې فرانسه راتلونکې میاشت د دي-دې، اتیایمه کلیزه لمانځي.  

ټاکل شوې چې هغه به د یکشنبې په ورځ ماسپښین د آلمان له ولسمشر، فرانک والتر شتاین مایر، سره وګوري، چې تر ډېره ېې نقش تشریفاتي دی. ماکرون به د دوشنبې په ورځ د آلمان په درېسدن کې یو اروپايي فيستیوال کې اروپا ته وينا وکړي. د سه شنبې ورځې په جریان کې به ماکرون د آلمان مونستر ښار او بیا به ناوخته له برلینه بهر، میسبرګ ښار ته ولاړ شي. په مېسبرګ کې به د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او د آلمان-فرانسې ګډې کابېنې سره خبرې وکړي.

(AFP)mks/akh

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل