1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امام اوغلو غواړي له اردوغان سره په ګډه کار وکړي

۱۳۹۸ تیر ۳, دوشنبه

د استانبول ښاروالۍ په ټاکنو کې د اپوزیسیون کاندید اکرام امام اوغلو خپله بریا د ترکیې له پاره د «نوي پېل» په توګه ارزولې ده. ولسمشر اردوغان سیاستمدارانه غبرګون ښوولی دی. د استانبول په زرونو اوسېدونکي د بریا جشن لمانځي.

https://p.dw.com/p/3KzQS
Türkei Rede des neuen Bürgermeister von Istanbul, Ekrem Imamoglu | Anhänger in Beylikdüzü
انځور: Presseabteilung von Ekrem İmamoğlu

له هغه وروسته چې د اپوزیسیون د سي اچ پي ګوند د کاندید بریا روښانه شوه، په استانبول کې په لسونو زره انسانان په ناڅاپي توګه د بریا د لمانځلو له پاره سړکونو ته راووتل. په استانبول کې چې د ترکیې یو مهم اقتصادي مرکز ګڼل کیږي ډیر خلک د موټرو د کتارونو په شکل کې ګرځیدل. د شیشلي په سیمه کې چې د سي اچ پي، ګوند ټاټوبی ګڼل کیږي اوسیدونکو یې د «حق، قانون او عدالت» شعارونه ورکول. ډیرو کسانو د ترکیې بیرغونه رپول او د ترکیې د بنسټ ایښودونکي اتاترک انځورونه یې له ځانه سره لیږدول. ۳۰ کلنه ایلیدا، وایي: «زه له کلونو راهیسې داسې خوشحاله نه وم.»

Türkei Istanbul-Wahlen | Feier der Anhänger Imamoglus
د امام اوغلو پلویان د بریا جشن لمانځيانځور: picture-alliance/AP Photo/L. Piarakis

«ټولې ترکیې ګټلې ده»

د استانبول ښاروالۍ د ټاکنو ګټونکي د یوه نوي پېل ژمنه کړې ده. د اپوزیسیون کاندید امام اوغلو ویلي دي: «کوم واحد ګوند نه، بلکې ټول استانبول او ترکیې دغه ټاکنې ګټلي دي.» دغه ۴۹ کلن خپلو پلویانو ته چې د بریا جشن یې لمانځه په خپله وینا کې وویل: «نن ورځ د استانبول ۱۶ میلیونه اوسیدونکو پر دیموکراسۍ باندې زموږ عقیده تازه کړه او پر عدالت باندي یې زموږ باور غښتلی کړ.»

امام اوغلو اعلان وکړ چې هغه غواړي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ګډه کار وکړي، څو د ښار عاجلو ستونزو ته حل لاره ومومي. استانبول چې د ترکیې د نورو ښارونو په نسبت یو ستر ښار دی، د ښاروالۍ پوست په خپل ذات کې یو مهم مقام ګڼل کیږي.

تر دې دمخه د ترکیې ولسمشر اردوغان د ټویټر په خپل پیغام کې د دغه بریا مبارکي ویلي وه. هغه په خپل پیغام کې لیکلي وو چې ټاکنو «د ولس اراده» څرګنده کړه. د امام اوغلو مقابل کاندید او د ترکیې پخواني لومړي وزیر بنعلي یلدمیر هم خپل سیال ته په ټاکنو کې د بریا مبارکې ویلي ده. بنعلي د واکمن محافظه پاله ګوند عدالت او پرمختیا (اې کې پي)، کاندید وو.

	Kommunalwahlen in der Türkei | Binali Yildirim
بنعلي یلدمیر چې د ښاروالۍ په ټاکنو کې یې ماته وخوړهانځور: Reuters/K. Aslan

تر ۸۰۰ زرو زیاتې رای

د مارچ میاشتې په پای کې د تر سره شوې ټاکنو په پرتله چې پایله یې د اردوغان د غوښتنې پر اساس لغوه شوه دا ځل امام اوغلو د لومړنیو پایلو له مخې په څرګند ډول مخکې دی. کابو د ټولو رایو د شمیرولو له مخې د سي اچ پي ګوند کاندید امام اوغلو ۵۴ سلنه رای ګټلي دي او یلدمیر بیا ۴۵ سلنه رای تر لاسه کړي دي. د ځایي تلویزوني چینلونو د رپوټونو له مخې دا وار امام اوغلو ۸۰۰ زره رای مخکې دی په داسې حال کې چې په مارچ میاشت کې دغه توپیر ۱۳۰۰۰ وو. په ټاکنو کې د خلکو ونډه ۸۴،۴ سلنه ښوول شوې ده.

په دغه ټاکنو کې په ترکیه کې اقتصادي بحران مهمه موضوع وه. د واکمن ګوند اې کي پي پلویان په تیر دوبي کې د لیرې پولي واحد د ارزښت د کمیدو وروسته د بیو د ډیرو لوړیدو له کبله ناراضي ول. امام اوغلو په انتخاباتي کمپاین کې د ټولنیزو موضوعاتو لکه بې وزلۍ، بې روزګارۍ او د ماشومانو روزنې باندې تمرکز کړی وو او په ښاري اداره کې یې د بې ځایه لګښت د سیستم پر وړاندې د مبارزې اعلان کړی وو.

se/qu sr/nz (rtr, dpa, afp, ap)