الیس ویلز: ټولو نوماندانو د ټاکنو د پایلو د منلو ژمنه کړې
۱۳۹۸ آبان ۳, جمعهپه داسې حال کې چې افغانان په بې صبرۍ سره د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته شیبې شماري، امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۴مه نیټه) له ټولو اړوندو اړخونو څخه د رایو د عادلانه شمیر له کبله د ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ په برخه کې د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.
د مرکزي او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، د کابل تر سفر وروسته وویل چې هغه خوښه ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مهم نوماندانو د پایلو د منلو ژمنه کړې ده.
ویلز په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ما [په کابل کې] د رایو پر شفافو او با اعتماده پروسس باندې او همداراز د افغانستان د ټاکنو د ادارو پر وړتیا ټینګار وکړ، څو پرته له فشار او مداخلې څخه دغه لړۍ پرمخ یوسي.»
نوموړې همدا راز زیاته کړه: «په اوسنۍ مرحله کې، د پایلو د ثبت په برخه کې دقت تر سرعت ډیر ارزښت لري او ټول نوماندان وهڅول شول څو له زغم څخه کار واخلي او د ټاکنو د پایلو رسمي اعلان ته انتظار وباسي.»
ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د تیرې شنبې په ورځ اعلان شي، خو د ټاکنو کمیسیون د تخنیکي ستونزو او د شفافیت د رامنځ ته کولو په موخه د پایلو اعلان وځنډاوه.
سږ کال د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د طالبانو پر شدیدو ګواښونو سربیره ترسره شوې. د کارپوهانو په وینا دغه ټاکنې د ۲۰۱۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله په ښه توګه ترسره شوي دي، خو د خلکو ونډه یې پکې کمه بللې ده.
(kh.h/n.z(AP