الکترونیکي کتابونه، د فرانکفورت د نندارتون مهمه موضوع
۱۳۹۰ مهر ۲۱, پنجشنبهد فرانکفورت د کتابونو د نندارتون مدیر، یورګن بوس، د نندارتون د پرانیستلو په کنفرانس کې وویل چې نړۍ په ۲۰۱۱ کال کې له یوی ستر بدلون سره مخامخ ده. له دغه ستر بدلون څخه د هغه مقصد د کتابونو دیجتیال کول دي. هغه یو بدلون چې د کتاب د لوستلو په دود کې «انقلاب» ګنل کیږی.
بوس زیاته کړه چې د همدې نندارتون له پرانیستلو سره دا کار صورت مومی ځکه چې د هغه په وینا اوس په نړۍ کې چاپي کتابونو د لوستونکو لپاره بسیا نه کوي. نوموړی زیاته کړه:
«د ادبیاتو دیجیتال کول د کتاب لوستلو د دود جوکاټ ماتوی خو په عین وخت کی د لوستونکو لپاره ډیری آسانتیاوی برابروی.»
د فرانفکورت د کتابونو نندارتون ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لیکوالان، د فلم، موزیک او کامپیوتر کارپوهان او د کتاب خپرولو د مؤسسو استازي راټول شوي او د «کتاب دیجیتال کول» د هغوی د بحثونو توده موضوع ده.
د الکترونیکی کتابونو غیر قانونی ډاون لود
د کتابونو دیجیتال کول د لوستونکو لپاره پراخه دروازه پرانیځي تر څو هر وخت چې وغواړي د خپلې خوښې کتاب ولولي. دا په داسې حال کې ده چې آلمان د کتابونو د سوداګري د اتحادیی رییس، ګوتفرید هونیفیلد، په الکترونیکې توګه د کتابونو د عرضه کولو خطر ته اشاره وکړه.
اوس په آلمان کې ۶۰ سلنه الکترونیکي کتابونه په غیر قانوني توګه «ډاون لوډ» کیږي. که څه هم د الکترونیکي کتابونو د خرڅلاو بازار په اوسني وخت کی سوړ دی، خو د دغه سکتور برخه وال راتلونکي روښانه ګڼي.
هونیفلد د الکترونیکي کتابونو د بازار د سوړ والي لامل انترنیتي غلاوې وبللي او د هغو د مخنوي غوښتنه یې وکړه.
د فرانکفورت د کتابونو په نړیوال نندارتون کې د مختلفو هیوادونو د لیکوالانو کتابونه نندارې ته وړاندې شوي دي. هر کال یو هیواد د دی نندارتون افتخاری میلمه وي. د روان دریشپیتم نندارتون افتخاري میلمه د آیسلند هیواد دی. آیسلند د نړۍ د هغو هیوادونو په ډله کې دی چی ډیر زیات کتاب لوستوکي لري. ویل کیږي چې هر ایسلندي په کال کي اته کتاب رانیسي.
په فرانکفورت کې د خپل نندارتون د پرانیستلو په وخت کې د ایسلند د دولت مشر، اولافور راګنر ګریمسون، په خپل هیواد کی د کتاب لوستلو دود ته په اشاری سره وویل:
«پرته له ادبیاتو ښایی له مونږ څخه هیڅکله یو ولس جوړ شوی نه وای.»
همداراز د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، ګیدو وستر ویله، د آیسلند څخه د نړۍ د یو کوچني، خو په ادبیاتو کی ډیر ستر هیواد په توګه یادونه وکړه.
په راتلونکو څو ورځو کې د نړی څه نا څه زر لیکوالان د دغه نندارتون میلمانه دي چې په هغو کې مشهور لیکوالان او د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکي هم شامل دي.
د نندارتون په وروستی ورځ د آلمان د کتابونو د سوداګرۍ د سولی جایزه ورکوله کیږی. سږنی جایزه الجزایری لیکوال، بووالیم سنسال، ته ورکول کیږی.
اژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش