1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الماني شرکتونو په فرانسه کي ډیره پانګه اچونه کړې

۱۴۰۱ مهر ۲۰, چهارشنبه

الماني شرکتونه په فرانسه کي په مخ پر ډیریدونکي ډول سره پانګه اچونه کوي، خو په عین حال کي پدې برخه کي د دغه هیواد څخه د لا ډیرو اصلاحاتو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/4I61x
IRIS-T SLM Luftverteidigungssystem
انځور: Jörg Carstensen/picture alliance

دغه خبره د الماني - فرانسوي د صنایعو او تجارت د اطاقونو د یوې پلټني څخه معلومیږي، کومه چي نن چهارشنبه په پاریس کې وړاندیز سوه. داسي چي ۵۴ پوښتل سوو الماني شرکتونو په تیرو پنځو کلونو کي د جمهور رییس، ایمانویل ماکرون اصلاحات کافي ندي بللي او فقط ۲۳ فیصدو کافي بللي دي. 
هغه الماني شرکتونه، چي په فرانسه کي یې سرمایه ګذاري کړې او یا یې کوي د دغه هیواد د حکومت څخه د کار د قانون، د مالیاتو او اجتماعي مصارفو د راکمولو په برخه کي نور اصلاحات هم غواړي. 
د الماني- فرانسوي د صنایعو او تجارت د اطاقونو په حواله جرمني په ۲۰۲۱ م کال کي تر امریکا متحده ایالاتو هم په فرانسه کي ډیره سرمایه ګذاري کړې وه.