1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: سعودي ته د وسلو او مهماتو د صادراتو بندیز ادامه لري

۱۳۹۹ فروردین ۵, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د سعودي عربستان شاهي دولت ته د وسلو او مهماتو د صادراتو بندیز د دریم وار له پاره تمدید کړ. دا کار ښايي په سعودي عربستان کي غبرګونونه راوپاروي.

https://p.dw.com/p/3ZxH8
Kampfpanzer Leopard 2
انځور: picture-alliance/dpa/K.M. Wegmann

په راتلونکو نورو نهو میاشتو کي شرکتونه اجازه نه لري، سعودي عربستان ته وسلې او مهمات ولیږي. د آلمان حکومت د ۲۰۲۰م کال د ډسمبر تر ۳۱ مي پوري نه غواړي چی د نورو مهماتو استولو ته اجازه ورکړي او د اجازه ورکول سوو صادارتو بندیز ته هم ادامه ورکړي. د دغه تمدیدو علت د یمن په جګړه کي د سعودي عربستان دوامداره ګډون په ګوته سوی.

د تیلو دغه غني هیواد له پنځو کلونو راهیسي د عربي هیوادونو د يوه داسي ائیتلاف مشرتوب کوي چي له پنځو کلونو راهیسی په یمن کي د ایران له خوا ملاتړ کوونکو حوثي یاغیانو په مقابل کي مبارزه کوي.

سوسیال دیموکراتو، مسیحي ديموکراتانو او د سوسیال مسیحیانو ائیتلافي حکومت د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کي، د یمن په جګړه کي د ټولو برخوالو هیوادونو په مقابل کي د وسلو او مهماتو د استولو پر بندیز موافقه وکړه. خو په حقیقت کي دا کار د ۲۰۱۸م کال په نوومبر کي د سعودي حکومت د منتقد جمال قاشقجي تر وژل کیدو وروسته عملي سو. له هغه راهيسي د صادارتو دغه بندیز څو واره تمدید سوی دی.

استثناوو ته اجازه سته

د سعودي عربستان اوعربي اماراتو د ټولګټو پروژو په خاطر بیا د جرمني حکومت د صادارتو دغه مقررات د ۲۰۲۰م کال تر پایه پوري تصویب کړي دي. په هغو کي دا ډول تسلیحاتي پروژې شاملي دي چي د جرمني دوو مهمو اروپايي ملګرو، لکه فرانسې او بریتانيا ته هم هغه صادریږي.

د سعودي عربستان شهزاده، فیصل بن فرهان ال سعود همدا څو اوونی مخکي دغه هیواد ته د الماني تسلیحاتو د ورلیږلو انتظار درلود. هغه د المان خبري آژانس ته وویل: »موږ هیله لرو چي جرمني پوه سي، موږ دغو وسایلو ته ضرورت لرو، ترڅو د خپل ځان دفاع وکړو.« هغه په دې ارتباط د ایران تهدیدونو او هغي حملې ته اشاره وکړه، چي پروسږکال د سعودي د تیلو پر تأسیساتو باندي وسوه. د هغه په خبره » داچي جرمني پر هغه سربیره سعودي ته وسلې نه صادروي، د هغو ښو مناسباتو له چوکاټ سره برابر نه دي، چي موږ یې له دغه هیواد سره لرو.«

د اټکلونو له مخي په دې ډول سره له سعودي سره د تر یوه ميلیارد اضافه تسلیحاتي معامله نه تر سره کیږي. تسلیحاتي فابریکو د دغه وسلو د نه لیږلو پر معامله باندي چي پخوا لا تصیوب سوې وه، اعتراض کړی او د جبران خسارې غوښتنه یې کړې ده.

زموږ له آرشیف څخه: