1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المالکي د امريکايي وسلو مرسته غوښتې ده

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۱, شنبه

د عراق لومړی وزير نوري المالکي له امريکا متحده ايالاتو څخه د خپل پوځ له پاره د نوو تجهيزاتو غوښتنه کړې ده. دا په داسي حال کي ده چي په عراق کي زور زياتي او وسله والو نښتو تر بل هر وخت اوس زور اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/1AAWz
انځور: Reuters

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما تر سختو امنيتي تدابيرو لاندي په واشنګټن کي د عراق د لومړي وزير نوري المالکي هرکلی وکړ. اوباما په سپينه ماڼۍ کي له خپل مېلمه سره تر ۹۰ دقيقو خبرو اترو وروسته وويل چي هغه او مالکي په عراق کي له القاعدې تروريستي شبکې سره د مبارزې په اړه مشورې وکړې. هغه زياته کړه چي دواړه هيوادونه به يو له بل سره همکاري وکړي ترڅو د القاعدې تروريستي شنبکه «شا ته وتمبوي».

اوباما وويل چي هغه له المالکي سره د يوه ديموکراتيک عراق په جوړولو کي چي ټول وګړي يې په سياسي او ټولنيزو برخو کي د يووالي احساس وکړي ملاتړ کوي.

دواړو مشرانو په يوه ګډه اعلامیه کي له القاعدې او نورو ډلو سره د مبارزې په برخه کي ويلي دي: «د عراق له پوځ سره د فوري اضافي مرستو اړتيا سته.» عراقي استازي له امريکا متحده ايالاتو څخه د نوو پوځي تجهيزاتو د رانيولو تمايل ښوولی دی.

د علاقې وړ پرمختللي وسلو ليست

المالکي ويلي دي چي واشنګټن ته يې د پرمختللی وسلو ليست له ځانه سره راوړی دی، چي په دغه ليست کي جنګي څرخي او بې پيلوټه الوتکي هم شاملي دي. په عينی حال کي بيا د امریکا متحده ايالاتو يو شمېر دولتي چارواکي او سناتوران په دې نظر دي چي په رهبرۍ کي د المالکي استبدادي سبک په دغه هیواد کي له زور زياتي سره مرسته کړې ده. لکه څرنګه چي د امريکا متحده ايالاتو يوه لوړ پوړي چارواکي ويلي دي واشنګټن پلان لري چي په استخباراتي چارو کي د عراق کلک ملاتړ وکړي.

عراق وروسته له هغه د نوو وسلو رانيولو ته مجبوره کيږي چي يوازي په اکتوبر مياشتي کي په دغه عربي هيواد کي د زور زياتيو په پيښو کي ۹۶۴ تنه وژل سوي او ۱۶۰۰ کسان نور ټپيان سوي دي. د عراق د روغتيا او دفاع وزارتونو د معلوماتو له مخي د قربانیو دغه شمېر د ۲۰۰۸ کال د اپريل له مياشتي راهيسي تر ټولو زيات دی. د ۲۰۰۸ کال په اپريل مياشت کي ۱۰۷۳ انسانان وژل سوي ول.

د قدرت پر سر مبارزه

د عراق مذهبي شخړو د روان کال له جنورۍ مياشتي راهيسي نور هم زور اخيستی دی. دغه زور زياتی د قدرت پر سر د مبارزې څخه سرچينه اخلي چي سني مذهبه اقليت لومړی وزير نوري المالکي چي په شعيه مذهبو پوري اړه لري د رهبرۍ په استبدادي سبک باندي تورنوي او وايي چي له دوی سره تبعيض کيږي. له بلي خوا بيا هغه وسله والي ډلي چي په دغه هيواد کي له القاعدې تروريستي شبکې سره اړه لري له دغه حالت څخه ګټه اخلي چاودني تر سره کوي او جنګيالي استخداموي.

په عينی حال کي د بشري حقونو سازمان د عراق پر امنیتي ځواکونو باندي تور لګوي چي بشري حقونه تر پښو لاندی کوي. د دغه سازمان د عراق کارپوه اورز ارين، وايي چي د نوري المالکي په مشرۍ د دغه هيواد په زندانونو کي سختي شکنجې رواني دي. د هغه په خبره اوباما بايد نوري المالکي ته روښانه زګنال ورکړي چي تر هغه وخته پوري چي په دغه وضعيت کي بدلون نه وي راغلی د وسلو پر مرستو دي حساب نه کوي.