1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

البانیا ته انتقال شوو افغانانو اعتراض کړی دی

۱۴۰۱ خرداد ۱۲, پنجشنبه

په البانيا کي هغو افغانانو اعتراض کړی دی چي امريکا ته د انتقال په موخه له افغانستان څخه دغه هيواد ته لېږدول شوي دي. تیرکال د تخلېې په ماموریت کې شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان له افغانستان څخه البانیا ته انتقال کړل شول.

https://p.dw.com/p/4CAwT
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
د افغانانو د تخلېې پروګرام (د ۲۰۲۱م کال سپتمبر میاشت) - د آرشیف انځورانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

يوه ډله افغانانو د چهارشنبې په ورځ د البانیا په شینګجین ښارګوټي کې په دې دلیل چې تر اوسه امریکا ته نه دي انتقال شوي، لاس په اعتراض پورې کړ.

په دغه اعتراض کې ښځو او ماشومانو هم ګډون درلود د هغوی له ډلې یو شمیر ېې له ځان سره پوسترونه لیږدول چې ورباندې لیکل شوي وو «موږ هیر شوي یوو.«

شینګجین ښارګوټۍ د البانیا پلازمېنې، تیرانا شمال لويديځ ته په ۷۰ کیلومترۍ کې واقع دی.

د اسوشتید پریس په حواله، له کابل څخه د تخلېې په ماموريت کې دغه ښارګوټي ته راایستل شوو افغانانو د چهارشنبې په ورځ د امريکا متحده ایالاتو له حکومت څخه وغوښتل چې امریکا ته د دوی د انتقال پروسه دې چټکه کړي.

د تیرکال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسیدلو وروسته، شاوخوا ۲۴۰۰ افغانان البانیا ته انتقال سول چې د دغه هیواد د شنګجین او نورو ښاروګوټو په موقتي هستوګنځايونو یا کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي. د البانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د رايستل شوو افغانانو له ډلې ۹۰۰ ېې لا هم په دغه اروپايي هیواد کې موجود دي او نور ېې امریکا متحده ایالاتو او کاناډا ته انتقال شوي دي.

د دغو افغانانو د هستوګنې او مالي ملاتړ د امریکا متحده ایالاتو او نور غیردولتي سازمانونو له خوا کیږي.

د البانیا حکومت په ابتدا کې ويلي ول چې دوی به په زرونو افغانانو ته لږ تر لږه د یو کال له پاره ځای ورکړي، البته مخکې له دې چې هغوی د دايمي هستوګنې له پاره امريکا متحده ایالاتو ته انتقال شي.

په وروستيو کې حکومت دا ژمنه هم وکړه که چيرته د دغو افغانانو د امریکا ويزې په کارونو کې ځنډ رامنځ ته کيږي، نو تر یو کال ډير به هغوی وساتي.

بلیدر شيیما په شنګجین ښارګوټې کې د یوه کمپ چې ۳۵۰ افغانان پکې میشت دي، مشر دی. په تيرانا کې د ټاپ چينل په نوم د یوه خصوصي تلويزیون په حواله، شيیما وويل چې له شپږ مياشتو راهيسې د دغه کمپ کرايه نه ده ورکړل شوې. هغه د البانيا له حکومت څخه غوښتنه وکړه تر څو په دې برخه کې توجه وکړي.

اسوشتید پريس په خپل رپوټ کې په دې اړه د امریکا متحده ایالاتو د حکومت نظر نه دی راخیستی.

تر دې مخکې هم د تخلېې پروګرام پر وخت دریم هیواد ته د ایستل شوو افغانانو، د هغې له ډلې په ابوظبې کې د ورته اعتراضونو رپوټونه خپاره شوي دي.

د تیرکال په اګست مياشت کې واک ته د طالبانو تر رسيدلو وروسته په لسونو زره افغانان د تخلېې ماموریت په جریان کې بهرنیو هیوادونو ته انتقال شول. د دغو افغانانو ډېر يې د نړیوالو قواوو محلي همکاران او د مدني ټولنې فعالان او د هغوی د کورنیو غړي دي. له افغانستان څخه د افغانان د وتلو پروسه لا هم ادامه لري.

آ/م.ک.ص./ن.ز.