1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر ۳۰۰ اوښتی

۱۳۹۴ آبان ۵, سه‌شنبه

په افغانستان او پاکستان کې چارواکي په دې هڅه کې دي چې زلزله ځپلو سیمو ته ورسیږي. دا په داسې حال کې ده چې په دواړو هیوادونو کې د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۳۱۱ تنو ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/1GugZ
انځور: Reuters/F. Aziz

د افغان او پاکستاني چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ د ۷،۵ درجې په شدت د یوې زلزلې د رامنځ ته کیدو له کبله ۲۳۷ تنه په پاکستان کې وژل شوي او ۷۴ تنه بیا په افغانستان کې. د دغې زلزلې مرکز په افغانستان کې د هندوکش د غرونو په لړۍ کې وو.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس طبیعي پیښو ته د رسیدگۍ د چارو وزیر ویس احمد برمک، له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې له کبله ۲۶۶ تنه ټپیان شوي هم دي. په تالقان کې ۱۲ نجونو په یوه ښوونځي کې د زلزلې پر مهال د گډوډۍ د رامنځ ته کیدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاکستان

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی په دې هڅه کې دي چې د زلزلې له کبله زیانمنو شوو لیرې پرتو او غرنیو سیمو ته ځانونه ورسوي. د فرانس پرس خبري آژانس په پاکستان کې د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر ۲۱۴ او د ټپیانو شمیر بیا ۱۸۰۰ تنه ښوولی دی.

زیاته شوې ده چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ له څرخي الوتکو څخه کار اخیسته، څو د زلزلې قربانیانو ته مرستې ورسوي او د پوځ انجینرانو هڅه کوله چې د زلزله له کبله قطع شوي ارتباطي لاینونه بیرته ورغوي. په پاکستان کې د زلزلې له کبله په زرونو کورونه ویجاړ شوي هم دي.

د پیښور ښار ښاروال ارباب محمد عاصم د فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «په ښار کې ډیر شمیر کورونه او ودانۍ نړیدلي دي.» ډیر شمیر کسان تر خرابیو لاندې شوي دي او چارواکي داسې انديښنه لري چې ښایي د مرگ ژوبلې شمیر لا پسې لوړ شي.

هند

که څه هم د دغې زلزلې مرکز له هند څخه ډیر وړاندې وو خو بیا هم دغه زلزله د هند په شمال کې هم محسوسه شوې ده. پر دې سربیره دغه زلزله په تاجکستان، کرغیزستان او ازبکستان کې هم محسوسه شوې ده.

د هند صدراعظم نریندر مودي د زلزلې د رامنځ ته کیدو سملاسي وروسته ویلي دي چې هند دې ته چمتو دی چې د اړتیا په صورت کې د افغانستان تر څنگ له پاکستان سره هم مرسته وکړي.