1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې «د لوږې کړاو نجونې واده کولو ته مجبورې کړي»

۱۴۰۲ مهر ۵, چهارشنبه

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې ناسته چې د افغانستان په اړه پکې بحثونه وشول، په ملګرو ملتونو کې د متحده‌عربي اماراتو استازې ویلي، په افغانستان کې فقر او بې‌ وزلۍ ۸۰ زره نجونې واده کولو ته اړ ویستې دي.

https://p.dw.com/p/4WrXJ
Afghanistan - Humanitäre Krise
انځور: Petros Giannakouris/AP/picture alliance

 

لانا ذکي نصیبه ویلي چې په افغانستان کې لوږې د ښځو وضعیت د نړۍ تر ټولو په ناوړه بحران اړولی دی، چې له امله یې کورنۍ اړې شوي خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې په کم عمرۍ کې واده کړي.

بل لورته افغانستان لپاره د خوړو نړیوال سازمان ادارې له نړیوالې ټولنې د یو میلیارد ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

یاده اداره وایي، په افغانستان کې له عامه وګړو سره د مرستو ویش په داسې وخت کې په بې ساري ډول راټیټوي چې د دغه هېواد د نفوس له نیمایي ډېره برخه له ناوړه اقتصادي وضعیت او د لوږې له کړاو سره مخ ده.

د یادې ادارې ویاند وحیدالله اماني له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دغه اداره د مرستو له سخت کمښت سره مخ ده. هغه زياته کړه:

« یوازې په روانه سپتمبر میاشت کې موږ د اړمنو لس میلیونه خلکو شمېر درې میلیونه خلکو ته راټیټ کړی، ځکه موږ د مرستو له سخت کمښت سره مخ یو. د ژمي په راتګ به افغانستان کې د لوږې کچه په بې ساری ډول زیاته شي. موږ اوس مهال یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو تر څو په افغانستان کې له اړمنو میندو، ماشومانو او ناچاره کورنیو سره مرسته وکړو.»

افغانستان کې د طالبانو په راتګ ګڼ شمېر خلکو خپل کارونه له لاسه ورکړل او نړیوالې ټولنې بشري مرستې د ښځو او بشري حقونو د تامین په خاطر مشروطې کړي دي.

د ځینو سرویو له مخې د افغانستان د نفوس له نیمایي ډېره برخه وګړي له ناوړه اقتصادي وضعیت او د لوږې د گواښ سره مخ دي.

د افغانستان یو شمېر اوسېدونکي که څه هم د دغه بشري مرستو ویش د اړمنو کورنیو لپاره ګټور ګڼي خو د دغه مرستو د ویش په شفافیت او سلیقوي چلند نیوکې لري.

دوی وایي، طالبان هم ډېر کله دغه مرستې هغه خلکو ته ویشي چې د دوی فکري ملاتړي یا پخواني د جګړو لیکو ملګري وي.

د ارزګان ولایت اوسېدونکی خپلواک وایي، چې که څه هم دوی ته مرسته نه ده رسېدلې خو د یو شمېر اړمنو وګړو ضرورتونه یې پوره کړي وه:

« که دغه مرستې یوازې له سلیقوي چلند را ووځي، نور یې د ډېرو خلکو پر دسترخوان یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړې وه ځکه خلک ډېر ناچاره دي.»

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالحق وایي:

« د مخکې په څېر د مرستو وییش ډېر کم شوی دی. که دا حالت دوام وکړي، نو ممکن د اړمنو وګړو وضعیت نور هم خراب شي. له بده مرغه ښځې او ماشومان د کمو خوړو له امله په خوارځواکۍ اخته شوي دي.»

خو افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستې ولې کمې شوي؟

که څه هم نړیواله ټولنه په بار بار وایي، چې افغانستان کې یې خپلې بشري مرستې د ښځو د زده کړو، کار او نورو بشري حقونو د تامین په خاطر مشروطي کړي خو یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکي دا چاره له افغان عامه وګړو سره د نړیوالې ټولنې نا انصافي ګڼي.

د پوهنتون پخوانی استاد او د اقتصادي چارو شنونکی قیس محمدي وایي:

« له بده مرغه نړۍ په نورو ځایونو کې بوخته ده او اوس افغان وګړي او افغانستان د دوی لپاره لومړیتوب نه دی. د ژمي په راتګ ممکن دلوږېکچه لا لوړه شي. طالبان نه بدلون را ویستلو ته تیار دي او نه د دې وړتیا لري چې، نړۍ قانع کړي د افغانستان وګړي له څومره ناوړه وضعیت سره مخ دي.»

له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو د کمښت رپوټونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې، له ۱۵ میلیونه ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ دي او د ژمي په راتګ ممکن دا کچه لا لوړه شي.

هيلۍ اسد/ا.ا.