1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان کې د پولیو د وروستیو مواردو پر ضد مبارزه

۱۳۹۶ مهر ۳۰, یکشنبه

په افغانستان کې امنیتي ستونزو د پوليو يا ګوزن وژونکي ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې بهیر له خندونو سره مخامخ کړی دی. اوس (WHO) غواړي وسلې ډلې په دې برخه کې همکارۍ ته قانع کړي.

https://p.dw.com/p/2mJKV
Afghanistan Polioimpfung
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

یوازې له دوو هیوادونو څخه د پولیو یا ماشومانو د کوزن ناروغۍ د پيښو رپوټونه ورکول شوي دي. په اصل کې خو باید دغه ناروغۍ ډیر ژر لمنځه تللی وای، خو جګړې د دې لامل شول چې د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه له خنډونو سره مخامخ شي. په افغانستان کې د واکسین ټیمونه باید په دې اړه د دولت له مخالفينو خبرې وکړي.

د واکسين د پروګرام له پيل څخه یوه اونۍ مخکې په دې برخه کې کار پيل شوی دی. د دغه کمپاين استازو خپل سفرونه پیل کړي دي او کوښښ کوي چې د سیمه ایز جنګ سالارانو، عالمانو، قومي مشرانو او د هغو داوطلبانو په مرسته چې د ماشومانو روغتیا ته اندیښمن دي، مېندې او پلرونه دې ته قانع کړي چې خپلو ماشومانو ته واکسین وکړي.

دوی کوښښ کوي چې په ماشومانو کې د کوزن ناروغۍ او دا چې څنګه کولی شي خپل ماشومان له دغې ناورغۍ څخه وژغوري خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي ورکوي.

کله ناکله خو باید په سمیه کې د روانو جګړو له امله د واکسین د تطبیق پروګرام هم وځنډول شي. د جګړې وروستی ډز په عاجل ډول د واکسیناسیون د ټیمونو د کار پيلیدو وخت وي.

په سړکونو کې د دغې ناروغۍ قربانیان

افغانستان او تر څنګ یې پاکستان هغه دوه هیوادونه دي چې د «په نړیواله کچه د پولیو د لمنځه وړلو نوښت» د رپوټ پر بنسټ سږ کال په کښې د ماشومانو د کوزن نوي پيښې ثبت شوي دي.

په سړکونو کې د دغې ناروغۍ قربانیان په ښکاره ډول پيژندل کیدای شي: ډیرې وختونه په هر کلي کې داسې ماشومان تر سترګو کیږي چې بدن یې کوږ اوږ، ملا او یا هم پښې یې فلج یا ګوزن وهلي وي.

(WHO) یا د روغتیا نړیوال سازمان خبردارې ورکوي چې یو له ۲۰۰ infections یا انتانونو څخه د دایمې فلج سبب ګرځي. نږدې ۱۰ سلنه د دغو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا کومه تصادفي خبره نه ده چې دغه ویروس تر ټولو په لومړي قدم کې په هغو هیوادونو کې موجود دی چیرې چې جګړه حاکمه ده.

ښه خبر دا دی چې په ماشومانو کې د کوزن د پيښو شمیر کم شوی دی. په ۲۰۱۵ کال کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ۲۰ پيښې ثبت شوې وي، چې له نیکه مرغه سږکال د دغو پيښو شمیر ۷ ته را ټیټ شوی دی.

سخت دریځه اسلامپال

همدارنګه په پاکستان کې په ۲۰۱۴ م کال کې د پولیو ۳۰۶ پیښې ثبت شوې وې چې اوس دغه شمیر ۵ ته راټيټ شوی دی. په ۲۰۱۵ م کال کې د پاکستان په هغو سیمو کې چې سخت دریځه اسلامپاله حاکم دي د پراخو پوځي عملیاتو په نتیجه کې د واکسیناسیون ټیمونو وکولای شول چې د دغه هیواد اکثریت ماشومانو ته لاسرسې پیدا کړي.

په پاکستان کې د پولیو پر ضد مبارزې پروګرام مشرې عایشه فاروق د پولیو نړیوالې ورځې تر را رسیدو مخکې وویل: «موږ پوهیږو تر هغې پورې چې موږ د پولیو پیښې صفر ته نه وي رسولی، کیدای شي موږ ډیر ژر یو وار بیا له یوې لوې ستونزې سره مخامخ شو».

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي تر کومې چې په نړۍ کې د پولیو یوه پيښه هم موجوده وي، تر هغې پورې به د ټولې نړۍ ماشومان په خطر کې وي. نوموړی سازمان زیاتوي که چیرې د دغه ویروس مخه ونه نیول شي، په لسو کلونو کې به موږ د پولیو یا ماشومانو د ګوزن ۲۰۰ زره نوې موارد ولري.