افغانستان کې د جنګي جرمونـو څېړنې ته د نړېوالې محکمې ژمنتیا
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهد جرمونو نړیوالې محکمې یوځل بیا اعلان کړی چې افغانستان کې به د جنګي جرمونو په اړه خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
ددې محکمې په تازه بیان کې راغلي: «د ټولو ښکېلو غاړو جنایتونه څيړو بهرنیو ځواکونو، افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو هرې ډلې چې جنایت کړی څېړل کیږي.»
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په افغانستان ددې محکمې له څېړنو هرکلی کوي.
ددغه کمېسیون یوه کمېشنر محمد نعیم نظري دویچه ویله ته وویل، د جرمونو نړېوالې محکمې څېړنې دا فرصت برابروي چې په افغانستان کې "جنګي معافیت" پای ومومي.
ښاغلی نظري زیاتوي وروستیو څو لسیزو کې افغانستان د جنګي جنایتونو بیلابیلې زړه بوږونکې بڼې تجربه کړي: «دوه کاله وړاندې افغانانو شاوخوا ۷۵۰ قضیې د جرمونو نړېوالې محکمې سره ثبت کړي او د جنګي جنایتونو زیانمن میلیونونو ته رسیږي.»
افغانستان په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جرمونو د نړېوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی، خو امریکا بیا ددې محکمې غړې نه ده.
په تېره مارچ میاشت کې امریکا ویلي ؤ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو جنګي جنایتونو په اړه د جرمونو نړېوالې محکمې څېړنې غیر مسؤلانه دي.
ویل کیږي چې دې محکمې د امریکا د مخالفت له امله په افغانستان کې خپلې څېړنې درولې وې، خو اوس وايي نور د جنګي جنایتونو په اړه خپلې څېړنې نه شي ځنډولی.
د افغانستان د بشري حقونو سازمان له افغان حکومت غواړي چې په دغه هېواد کې د جنګي جرمونو د څېړنې لپاره دې د نړېوالې محکمې ملاتړ وکړي.
ددغه سازمان مشر لعل ګل لعل دویچه ویله ته وویل: «مونږ په خپل حکومت غږ کوو چې دغو ټولو ناخوالو ته د پای ټکي ایښودلو یواځینی لاره داده چې دوی باید د جرمونو نړېوالې محکمې له څارنوالۍ سره همکاري وکړي چې زورواکي، قانون ماتوونکي، د بشري حقونو ناقضین او د جنګي جرمونو مجرمین د خپل عمل سزا وګوري.»
ښاغلی لعل زیاتوي د جرمونو نړېواله محکمه هغه مهال په نورو هېوادونو کې لاسوهنه کولای شي، کله چې د یو هېواد عدلي او قضايي ارګانونه د جنګي جرمونو د څېړنې وړتیا ونه لري.
د نوموړي پروینا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنې لپاره سیاسي اراده هم نشته، نو ځکه اړتیا ده چې د جرمونو نړېواله محکمه دلته لاس په کار شي.
سره له دې چې افغان حکومت سملاسي د جرمونو نړېوالې محکمې د پریکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تردې وړاندې یې ویلي ول چې دغه محکمه دې خپل ټول پام وسله والو ډلو ته واړوي.
د حکومت پروینا په کور دننه عدلي او قضايي بنسټونه ددې وړتیا لري چې جنګي جرمونه وڅیړي.
یوه پوښتنه دا هم ده چې د امریکا د مخالفت په شتون کې به د جرمونو نړېواله محکمه څه ډول خپلو پلټنو ته دوام ورکړي؟
واشنګټن کې افغان لیکوال او شنونکي واحد فقیري په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «دا چې ایا دا محکمه به وکړای شي چي امریکايي عسکر او د سي ای اې مامورین راکش کړي، دا خبره یو څه لیري ښکاري، خو یوه خبره څرګنده ده او هغه دا چي موضوع ډيره جدی ده، او د امریکا حکومت به سخت مقاومت وکړي.»
خو ښاغلی فقیري زیاتوي چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه په کافي اندازه شواهد او اسناد شته چي د جرمونو نړیواله محمکه ترې سترګي نه شي پټولای.
فقیري وايي: «فقط څو ورځي مخکي ملګرو ملتونو وویل چي ددې کال په اولو دریو میاشتو کي امریکا او د کابل رژيم تر طالبانو زیات ماشومان وژلي دي.»
خو افغان حکومت په افغانستان کې د جنګي جنایتونو تر ټولو د لوړې کچې پړه پر وسله والو طالبانو وراچوي.
د ملي امنیت شورا دفتر وايي، دې ډلې یواځې د روژې میاشتې په دویمه اونۍ کې 25 ملکي وګړي وژلي او 74 یې ټپیان کړي.
د شورا ویاند جاوید فیصل وايي په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شته.
اسماعیل شاکر – کابل